Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په کابل ښار کې چاودنې دوه کسان ټپیان کړي

کابل (پژواک، ۲۶ لېندۍ ۹۹): د کابل پولیس وایي چې د دغه ښار د یوولسمې ناحیې اړوند د ماین چاودنې په یوه موټر کې دوه سپاره کسان ټپیان کړي او بلخوا د یوه څارنوال د وژلو په تور دوه کسان نیول شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ویلي چې نن سهار شاوخوا شپږنیمې بجې د یوولسمې ناحیې اړوند په پنجصد فامیليو سیمه کې یو هایلکس موټر د چسپکي ماین هدف ګرځول شوی دی.

هغه وایي، یادې چاودنې په موټر کې دوه سپاره کسان ټپیان کړي چې روغتون ته وړل شوي دي.

نوموړی د ټپیانو هویت په اړه معلومات نه ورکوي خو زیاتوي چې په اړه یې پلټنې پیل شوې او د څېړنو ټېم د پېښې په ساحه کې دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل ولایت د مرستیال والي محبوب الله محبي په موټر کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنې، نوموړی او سکرتر یې ووژل او دوه ساتونکي یې ټپیان شول.

دغه راز تېره ورځ د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اړوند په خواجه بغرا سیمه کې د ناپېژاندو وسله والو په برید کې د حشمت الله دقیق ملکزاده په نوم یو څارنوال هم وژل شوی دی.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې پر څارنوال ملکزاده له برید دوه ساعته وروسته پولیسو د دې قضیې په تړاو د کابل ښار د لسمې او دویمې ناحیو اړوند په دوو جلا عملیاتو کې د مجتبی او محمد خالد په نومونو دوه اصلي فاعلین نیولي دي.

هغه زیاته کړه چې مجرمین تر پلټنو لاندې دي او له پلټنو وروسته به پولیس د هغوی دوسیې څارنوالۍ ته واستوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.