ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر غني: د کرونا واکسين وېش ته دې منظم پلان او ساتنځایونه جوړ شي

ولسمشر غني: د کرونا واکسين وېش ته دې منظم پلان او ساتنځایونه جوړ شي

author avatar
16 Dec 2020 - 14:11
ولسمشر غني: د کرونا واکسين وېش ته دې منظم پلان او ساتنځایونه جوړ شي
author avatar
16 Dec 2020 - 14:11

کابل (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٩): ولسمشر اشرف غني وايي، د کرونا واکسین د چمتو کولو او وېش لپاره دې منظم پلان جوړ او د واکسین ساتلو لپاره باید په روغتونونو کې د سړو خونو د ظرفیت پر لوړولو کار وشي.

له ارګه د لېندۍ په ٢٦مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا له دویمې څپې سره د مبارزې غونډه نن سهار جوړه شوه.

سرچينې زياته کړې، ولسمشر غني وویل، د کرونا وبا دویمه څپه ممکن د یو عامل په توګه روغتیایي ستونزې زیاتې کړي، نو عامې روغتیا وزارت دې د روغتیایي ستونزو کمولو او حل په موخه خپل اقدامات زیات کړي.

هغه په روغتونونو کې د اکسېجن ستونزې پر اساسي حل ټينګار وکړ او وې ویل، په لومړي ګام کې باید د اکسېجن د کمښت ستونزې د حل په موخه ټول اړین وسایل او منابع برابر او په دویم ګام کې په روغتونونو کې د اړتیا وړ اکسېجن پر تولید تمرکز وشي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبورا لانیس چې په دې غونډه کې يې ګډون کړی و، وویل: “موږ د خپلې ژمنتیا له مخې دېته چمتو یو چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د ماشومانو ملاتړ نړیوال صندوق (UNICEF) د افغانستان د حکومت غوښتنې پر اساس همکاري وکړو.”

په افغانستان کې د ماشومانو ملاتړ نړیوال صندوق مرستیالې شیماسن ګوپتا او د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډیویډلي د خپلو کړنو په اړه د راپورونو وړاندې کولو پر مهال له روغتونو سره د اکسېجن برابرولو په برخه کې د شوو مرستو یادونه هم وکړه.

سرچينې زياته کړې، د کرونا وبا د دویمې څپې مدیریت په موخه په دې جوړه شوې غونډه کې د کابل، هرات، بلخ او ننګرهار روغتونونو ستونزې و ارزول شوې او د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وشوې.

ولسمشر غني د عامې روغتیا وزارت او نړيوالو مرستندویه موسسو پر ښه انسجام، مدیریت او همغږۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، عامې روغتیا وزارت او اړوندې همکارې موسسې باید د کرونا وبا د دویمې څپې په اړه واضح تصویر ولري، څو د هغه په رڼا کې اړین اقدامات وشي او روغتیایي سیستم له جدي ستونزو سره مخ نه شي.

هغه د کرونا وبا د دویمې څپې د مخنیوي په موخه خلکو ته لارښوونې او عامه پوهاوی اړین وباله او وې ویل، د واکسین چمتو کولو او وېش لپاره دې منظم پلان جوړ او د واکسین ساتلو لپاره باید په روغتونونو کې د سړو خونو د ظرفیت پر لوړولو کار وشي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.