جلال اباد (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٩): په ننګرهار کې پولیسو یو تنکی ځوان د تښتوونکو له بنده ازاد او په تړاو یې پنځه کسان نیول شوي دي .
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل چې په سره رود ولسوالۍ کې د پولیسو له لوري د ځانګړو عملیاتو په پایله کې یو تنکی ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تور یې پنځه انسان تښتوونکي نیول شوي دي.
امرخېل وویل چې د عابد په نوم دغه ١٦ کلن تنکی ځوان یوه اوونۍ مخکې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و او په شیخ مصري سیمه کې ساتل کېده.
هغه زیاته کړه، پولیسو دغه راز د جلال اباد ښار مشهور غل جهانزیب هم نیولی او د قانون منګولو ته یې سپارلی.
والي ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه په ټول توان د ورانکارو او ترهګریزو کړنو مخنیوی کوي او مجرمین به له نیولو وروسته د قانون منګولو ته سپاري .
د انسان تښتوونکو له بنده ژغورل شوي تنکي ځوان عابد وویل، ښوونځي ته د تګ پر مهال په کرولا کې د سپرو وسله والو له لوري وتښتول شو چې له کورنۍ يې لومړی درې سوه زره او په وروستیو کې سل زره امریکایي ډالر غوښتي وو.
د یاد ځوان تره الله نظر له جنایي جرمونو سره د مبارزې له پولیسو مننه وکړه چې وراره یې ورته په خوندي ډول د تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.
د يادونې ده، تېره ورځ په کندوز کې هم يو ځوان د تښتوونکو له بنده ژغورل شوى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP