ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې يو ځوان د تښتوونکو له بنده خوشی شو

ننګرهار کې يو ځوان د تښتوونکو له بنده خوشی شو

author avatar
17 Dec 2020 - 15:53
ننګرهار کې يو ځوان د تښتوونکو له بنده خوشی شو
author avatar
17 Dec 2020 - 15:53

جلال اباد (پژواک، ٢٧ ليندۍ ٩٩): په ننګرهار کې پولیسو یو تنکی ځوان د تښتوونکو له بنده ازاد او په تړاو یې پنځه کسان نیول شوي دي .

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د ننګرهار والي ضياءالحق امرخېل وويل چې په سره رود ولسوالۍ کې د پولیسو له لوري د ځانګړو عملیاتو په پایله کې یو تنکی ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو ازاد او په تور یې پنځه انسان تښتوونکي نیول شوي دي.

امرخېل وویل چې د عابد په نوم دغه ١٦ کلن تنکی ځوان یوه اوونۍ مخکې د انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوی و او په شیخ مصري سیمه کې ساتل کېده.

هغه زیاته کړه، پولیسو دغه راز د جلال اباد ښار مشهور غل جهانزیب هم نیولی او د قانون منګولو ته یې سپارلی.

والي ډاډ ورکړ چې امنیتي ځواکونه په ټول توان د ورانکارو او ترهګریزو کړنو مخنیوی کوي او مجرمین به له نیولو وروسته د قانون منګولو ته سپاري  .

د انسان تښتوونکو له بنده ژغورل شوي تنکي ځوان عابد وویل، ښوونځي ته د تګ پر مهال په کرولا کې د سپرو وسله والو له لوري وتښتول شو چې له کورنۍ يې لومړی درې سوه زره او په وروستیو کې سل زره امریکایي ډالر غوښتي وو.

د یاد ځوان تره الله نظر له جنایي جرمونو سره د مبارزې له پولیسو مننه وکړه چې وراره یې ورته په خوندي ډول د تښتوونکو له منګولو ژغورلى دى.

د يادونې ده، تېره ورځ په کندوز کې هم يو ځوان د تښتوونکو له بنده ژغورل شوى و.

Visits: 15

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.