ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د روغې جوړې عالي شورا رییس تاجکستان ته سفر وکړ

author avatar
21 Dec 2020 - 11:15
author avatar
21 Dec 2020 - 11:15

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٩): د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د سولې د هڅو ملاتړ د جذب په موخه د سیمې هېوادونو ته د سفر په دوام نن سهار د تاجکستان په رسمي بلنه د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ دوشنبې ته ولاړ.

د یادې شورا په هغې خبرپاڼه کې چی نن سهار خپره شوې او پژواک خبري اژانس ترلاسه کړې، راغلي چې د ملي مصالحې عالي شورا رییس به په دغه سفر کې له ولسمشر امام‌ علي‌ رحمن، له لومړي وزیر قاهر رسول‌زاده، د استازو مجلس له رییس محمد طاهر ذاکرزاده او د بهرنیو چارو له وزیر سراج‌ الدین مهرالدین سره د افغانستان د سولې په تړاو د فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکتر عبدالله عبدالله د افغان سولې له بهیره د ملاتړ د جذب په موخه پاکستان، ایران، هند، ازبکستان او ترکیې هېواودونو ته سفرونه کړي او د یادو هېوادونو له مشرانو سره یې خبرې کړې دي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.