کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٩) : د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي چې د اندونيزيا حکومت له افغان سولې پروسې سره د هر ډول مرستې او ملاتړ اعلان وکړ.
له ملي امنيت شورا څخه د مرغومي په ٥مه، پژواک اژانس ته په يوه را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب کابل ته راغلي په ديني چارو کې د اندونيزيا له لوړپوړي پلاوي سره وکتل.
سرچينې زياته کړې، ډاکټر محب د افغانستان د نظام د مشروعيت او سولې په هڅو کې د اندونیزیا د ونډې اخیستو مننه وکړه او و يې ويل، په افغانستان کې د طالبانو جګړه چې د اسلامي نړۍ معتبرو بنسټونو هم ناروا ګڼلې، مشروعيت نه لري.
محب زياته کړې: “د جګړې دوام هيڅ توجيه نه لري او يوازې د افغان ـ مسلمان ملت وژنه ده چې بايد ژر تر ژره ودرول شي، ځکه اسلام د خشونت دين نه دی.”
سرچينې ويلي، د اندونيزيا د علماوو مشر یوسف کالا چې د دغه پلاوي مشري کوي، وويل، “افغانستان ته د دې لپاره راغلي یو چې له خپلو وروڼو، خويندو او ديني علماوو سره وګورو، د سولې په پروسه کې مرسته وکړو او باید ووایم چې په دې تړاو به خپلې هیڅ راز هڅې و نه سپموو.”
په خبرپاڼه کې راغلي، په غونډه کې د حج او اقافو وزير مولوي محمد قاسم حليمي، په ديني چارو کې د ملي امنيت شورا دفتر ارشد مشاور او د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا سرپرست او د سولې مذاکراتي ټیم غړي مولوي عطاءالله لودين هم برخه درلوده چې په افغانستان کې ديني فعاليتونه يې تشريح کړل.
د اندونيزيا دغه پلاوي د افغانستان د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر سره هم ليدلي او د دواړو هېوادونو د اړيکو او سولې پروسې په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن