کابل (پژواک، ۶ مرغومی ۹۹): د ملي مصالحې عالي شورا په غونډه کې د سولې خبرو د دویم پړاو پر خپل وخت ترسره کېدو، خبرو کې پر انعطاف، د سولې لپاره پر مشارکت او یاده شورا کې د نورو شخصیتونو پر ګډون ټینګار وشو.
د ملي مصالحې عالي شورا شاوخوا اووه میاشتې وړاندې رامنځته شوه خو د رهبرۍ کمېټې لومړۍ غونډه یې د تېرې لېندۍ میاشتې په ۱۵مه وکړه او دویمه یې نن (د مرغومي شپږمه) کابل کې جوړه شوه.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د سولې د بین الافغاني خبرو مذاکراتي ډلې د روانې مرغومي میاشتې په ۱۵مه د سولې خبرو دویم پړاو پیل کړي.
د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په نننۍ ناسته کې په ټاکلې نېټه د سولې خبرو د دویم پړاو پر پیل ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچې پلاوي په ښه ډول د افغانستان له خلکو استازولي کړې او په راتلونکو پړاوونو کې به هم د افغانانو په ملاتړ د خبرو مېز ته ځي.
د ده په وینا، د افغانستان د خلکو دردونو ته د پای ټکی اېښودل، د ملي مصالحې شورا او د سولې مرکچي پلاوي دروند مسوولیت دی.
د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال محمد یونس قانوني په نننۍ ناسته کې وویل چې هر ورځ جګړې له خلکو قرباني اخلي او حکومتي چارواکي دې د افغانانو خوندیتوب او له دغه حالت څخه د ایستلو لارې چارې ولټوي.
د ده په وینا، اوسني وضعیت ته په کتو دواړه لوري باید د سولې په خبرو کې انعطاف ښکاره کړي.
ده وویل: «زه د افغانستان د یو اوسېدونکي په توګه د مرکچي پلاوي او طالبانو له تحریک څخه غوښتنه کوم چې د تقابل پر ځای د خبرو د بریالي کېدو لپاره خپل ټول افکار سره منسجم کړي، څو له دې ستونزو څخه را ووځو.»
هغه د جزئیاتو له ورکولو پرته وویل چې د مصالحې عالي شورا رهبري کمېټه لا هم نیمګړې ده او زیات شمېر شخصیتونه په کې ګډون نه لري.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار او د جمعیت اسلامي سرپرست صلاح الدین رباني د یادې شورا په لومړۍ او نننۍ دواړه ناستو کې برخه نه ده اخيستې او په نننۍ غونډه کې د وحدت اسلامي ګوند مشر کریم خلیلي هم برخه نه لرله.
قانونی وویل، کریم خلیلي ځکه په نننۍ ناسته کې برخه نه لري چې په لومړنۍ ناسته کې یې غږ سانسور شوی و.
د دعوت اسلامي ګوند مشر عبدرب الرسول سیاف هم په نننۍ ناسته کې خبرې وکړې، ویې ویل: «زه په دې یقین لرم چې زموږ له اړخه د سولې اراده شته، کوم پلاوی چې ټاکل شوی، د دې معنا ورکوي چې موږ سوله غواړو او سولې ته تږي یو او هېڅوک د سولې مخالفت نه شي کولی؛ ځکه دا زموږ د ټولو غوښتنه ده او غواړو ډاډه شو چې مقابل لوری هم سولې ته لېوال دی.»
ده په داسې حال کې چې ویل یې د افغانستان اسلامي جمهوریت مرکچي پلاوي خپل یووالی ساتلی، ټینګار یې وکړ چې په دې تړاو «انفرادي هڅې» دې ودرول شي.
سیاف څرګنده نه کړه چې انفرادي هڅې څوک کوي.
د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې مرکچي پلاوي مشر محمد معصوم ستانکزي په یاده غونډه کې وویل چې د سولې خبرو بهیر به له ستونزو او ننګونو سره مخ کېږي، خو دوی به یې په یووالې سره حل کوي او د افغانانو له حقونو به دفاع کوي.
د ده په وینا، د ملي مصالحې عالي شورا لارښوونې کولی شي د اسلامي جمهوریت له مرکچي پلاوي سره د مېز پر سر خبرو کې مرسته وکړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم په نننۍ ناسته کې وویل چې د احمدشاه بابا له واکمنۍ وروسته د افغانستان په معاصر تاریخ کې دا لومړی ځل دی چې د هېواد په کچه یو لوی جنګ د مرکې له لارې حل کېږي.
ده د سولې روانې خبرې پېچلې وبللې او ویې ویل چې په دغو خبرو کې د سيمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې ملاتړ اړین دی.
هغه وویل: «دلته چې هره وسله کارول کېږي، بهرنۍ ده او هر تاکتیک چې کارول کېږي بهرنی دی، په دې خبرو کې له ټولو پېچلتیاوو باید موږ خبر و اوسو.»
ده هیله څرګنده کړه چې د سولې بین الافغاني خبرې ښه پایله ولري او لومړی اوربند وشي څو د سولې ټینګښت ته لاره ډېره را لنډه کړي.
هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، هرې ډلې چې د تسلط هڅه کړې، تجرید شوې، خو مشارکت د حل لاره ده او ښه پایله هم لري.
ده وویل، طالبان باید له یاده ونه باسي چې د خبریالانو، مدني فعالانو او نور مخکښو کسانو په وژلو سره جګړه نه ختمېږي او نه ولس کمزوری کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې یو شمېر خبریالان او مدني فعالان په هدفي بریدونو کې وژل شوي، خو طالبانو یې د وژلو مسوولیت نه دی اخيستی.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په نننۍ ناسته کې سولې ته د افغانانو پر اړتیا د ټینګار ترڅنګ هیله وښوده چې د سولې خبرې بریالۍ شي.
ده مرکچي پلاوو ته په خطاب کې وویل: «موږ د افغانستان خلک سولې ته سخته عجله لرو او تاسو کولی شئ موږ دې هیلې ته ورسوئ.»
د خلکو یووالي حزب مشر حاجي محمد محقق هم په دې ناسته کې وویل چې د سولې خبرې د ښه والي پر لور روانې دي. ده هيله څرګند کړه چې دا خبرې بریالۍ شي او افغانان یوې تلپاتې سولې ته ورسېږي.
هغه زیاته کړه: «له نېکه مرغه زموږ مرکچي پلاوي خپل یووالی وساته، په داسې حال کې چې ځینو کړیو د مذهب او ډلو په نومونو د دوی د وېشلو هڅه وکړه؛ خو بریالي نه شول.»
د یادو کسانو له څرګندونو وروسته د مصالحې عالي شورا د رهبرۍ کمېټې نننۍ غونډه سري شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP