ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې خبرو دويم پړاو هم د جنورۍ په ٥مه دوحه کې پيلېږي”

author avatar
27 Dec 2020 - 15:54
author avatar
27 Dec 2020 - 15:54

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٩): د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي چې د سولې خبرو دويم پړاو به د ٢٠٢١ميلادي کال د جنورۍ په ٥مه په دوحه کې پيل شي.

د يادې شورا وياند فريدون خوځون د مرغومي په ٧مه پژواک اژانس ته وويل چې د ملي روغې جوړې شورا پرېکړه کړې چې د سولې خبرو دويم پړاو خبرې په دوحه کې پيل شي.

د ده په وينا چې دوى په دې برخه کې د قطر هېواد له کوربه توبه مننه کوي.

د نوموړي په خبره، يو زيات شمېر هېوادونو د دغو خبرو کوربه توب لپاره وړانديزونه کړي وو، خو د کرونا وبا د دويمې څپې خپرېدو له امله هغوى له دغه کاره تېر شول او په قطر کې يې د دويم پړاوو خبرو د پيل ملاتړ کړى دى.

په قطر کې يوه باوري سرچينې هم پژواک ته وويل چې د سولې خبرو دويم پړاو خبرې به په ټاکل شوې نېټه په دوحه کې پيل شي.

يادې سرچينې چې نه يې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، د مرغومي په ٧مه پژواک ته وويل چې دغه خبرې به پر ټاکلي وخت د دويم ځل لپاره په دوحه کې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ پيل شي.

سرچينې زياته کړه چې له دې مخکې داسې فکر کېده چې د يادو خبرو دويم پړاو په جرمني، ناروې او يا کوم بل لېوال هېواد کې پيل شي، خو د کرونا د دويمې څپې پيل له امله يادو هېوادونو لېوالتيا نه ده ښودلې، نو اوس ټاکل شوې چې د دغو خبرو دویم پړاو هم په دوحه کې پيل شي.

دغه راز ولسمشر غني او د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم نن په ارګ کې سره کتلي او د سولې خبرو پرمختګونو او چمتووالي په اړه يې سره بحثونه کړي دي.

تېره ورځ د ځینو مطرحو سياستوالو په شتون کې د ملي روغې جوړې عالي شورا دويمه ناسته ترسره شوه چې بې له ځنډه د دويم پړاو خبرو غوښتنه هم په کې وشوه.

د يادونې ده، څه موده مخکې د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو په قطر کې د درېیو اوونيو رخصتۍ پرېکړه وکړه چې نږدې دوه اوونۍ رخصتي يې پوره شوې او يوه اوونۍ وروسته به بېرته د دويم پړاوو خبرو په موخه دوحې ته سفر وکړي.

په قطر کې د وږي په ٢٢مه د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مخامخ خبرې د نړيوالو په حضور کې پيل شوې وې، چې د دغو خبرو پر مهال طرزالعمل نهايي او په اجنډا تازه بحثونه پيل شوي و چې دواړه لوري رخصت اعلان کړ.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.