ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فرشتې کوهستانۍ او د هغې د ورور وژلو په تړاو دوه کسان نیول شوي

author avatar
27 Dec 2020 - 11:55
author avatar
27 Dec 2020 - 11:55

کابل (پژواک، ۷ مرغومی ۹۹): د کورنیو چارو وزارت په کاپیسا ولایت کې د مدني فعالې فرشتې کوهستانۍ او د هغې د ورور د وژلو په تړاو د دوو کسانو د نیول خبر ورکړ.

د راپورونو له مخې، فرشته کوهستاني د روان کال د مرغومي څلورمه د کاپیسا کوهستان حصه اول ولسوالۍ کې د موټرسایکل سپرو له لوري پر ډزو وو‌ژل شوه.

رسمی سرچینو ویلي چې پر فرشتې کوهستانۍ برید کې د هغې ورور شهرام هم وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وویل چې د فرشتې کوهستانۍ او د هغې د ورور د وژنې په تړاو کاپیسا کې دوه شکمن کسان نیول شوي دي.

نوموړی زیاته کړه چې له نیول شوو کسانو څېړنې روانې دي.

پر فرشتې کوهستانۍ د برید مسوولت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

دا په دی حال کی ده چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې هدفي وژنې او ماین چاودنې ډېرې شوې دي.

پرون د کابل ښار په ځینو برخو کې د چاودنو له امله د سرور دانش د امنیتي مرستیال په ګډون څلور کسان ووژل شول او څلور نور ټپیان شول.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.