ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اتمر: پاکستان دې طالبان اوربند ته اماده کړي

author avatar
29 Dec 2020 - 18:53
author avatar
29 Dec 2020 - 18:53

کابل(پژواک، ٩ مرغومى ٩٩): د پاکستان سفير  اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر ته معلومات ورکړل.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت لخوا د مرغومي په ٩مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان سفير منصور احمد خان نن د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر سره وليدل.

سرچينې زياته کړې،  په دې ليدنه کې منصور خان حنيف اتمر د طالبانو د سفر په اړه معلومات ورکړل چې په دې وروستيو کې يې اسلام اباد ته کړى و.

هغه زياته کړه، چې پاکستان د افغان سولې په پروسه کې خپل مثبت رول لوبولو ته ادامه ورکوي.

د پاکستان سفير ويلي چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي پر زياتېدو يې هېواد اندېښمن دى او په دې اړه يې لومړي وزير عمران خان هم څرګندونې کړې دي.

منصور خان ويلي، په دوحه کې د مذاکراتو ددويم پړاو پيلېدل، د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ اړيکې او سوداګريزو اړيکو ته پراختيا ورکول د افغان سولې پروسې سره ګټه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان سفير دغه راز افغانانو ته د ويزو د اسانتياوو په اړه چې په دې وروستيو کې يې پيل کړي دي، هم حنيف اتمر ته معلومات ورکړل او ويې ويل چې په سفارت  کې د ويزو د غرفو شمېر يې له ١٠ څخه اوولسو ته لوړ کړى دى.

هغه زياته کړې چې په ان لاين توګه يې د ويزو ورکولو لړۍ هم پيل کړې او اوس خلک کولى شي د اي مېل له لارې ويزې ترلاسه کړي.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير حنيف اتمر په افغان سولې پروسه کې د لومړي وزير عمران خان ، د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي او د سفير منصور خان د هڅو ستاينه وکړه.

هغه زياته کړه، چې د افغان سولې پروسه کې د پرمختګ لپاره د پاکستان رول ډېر مهم دى او په ډاګه يې کړه، چې پاکستان بايد پر طالبانو د خپل اغېز له امله هغوى اوربند ته اماده کړي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.