چاريکار (پژواک، ٩ مرغومی ٩٩): د پروان ولایت استیناف څارنوالۍ رییس له یوې چاودنې روغ وتلی خو درې ساتونکي یې ټپیان شوي دي.
د پروان امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي پژواک خبري اژانس ته وویل، نن سهار ۱۰ بجې د بګرام په غلام علي بازار کې د پروان استیناف څارنوالۍ د رییس محمد شریف مهربان پر موټرو د ماین چاودنه وشوه.
نوموړي زیاته کړه، شېرزاد د دوسیو څېړلو لپاره د بګرام ولسوالۍ څارنوالۍ ته پر لاره و چې ماین چاودنه پرې شوې ده.
هغه وویل، په دې پېښه کې شېرزاد ته زیان نه دی رسېدلی؛ ځکه د نوموړي پر تعقیبي موټر چاودنه شوې او یو ساتونکی یې ټپي شوی دی.
یوې امنیتي سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک ته وویل، د پروان ولایت استیناف څارنوالۍ د رییس پر موټر ماین چاودنه کړې چې په نتیجه کې یې د نوموړي درې ساتونکي ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP