ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پروان کې له یوه روغتون دوه ډاکتران تښتول شوي

author avatar
29 Dec 2020 - 14:32
author avatar
29 Dec 2020 - 14:32

چاریکار (پژواک، ۹ مرغومی ۹۹): سیمه ییزې سرچینې وايي چې تېره شپه درېیو ناپېژاندو وسله والو د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ له یوه روغتونه دوه ډاکتران تښتولي دي.

د بګرام ولسوال عبدالشکور قدوسي د دغه خبر په تایید وویل، یاد ډاکتران د بګرام ولسوالۍ په سرصیاد کلي کې له ایمرجنسي روغتون څخه د دندې پر مهال تښتول شوي دي.

په ورته وخت کې د پروان امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي پېښه تایید کړه او ټینګار یې وکړ چې د ډاکترانو خوشي کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

تر اوسه هېڅ ډلې د یادو روغتیايي کارکوونکو د اختطاف مسوولیت نه دی منلی.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.