جلال اباد (پژواک، ۹ مرغومی ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ۷۸ اعشاريه ۵ ميليونه افغانيو په لګښت د شپږو رغنيزو او ټولګټو پروژو چارې پيل شوې.
د جلال اباد ښاروالۍ له لوري د ښاري پانګونې ادارې په همکارۍ دغو پروژو کې به سلګونه کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.
د دغو پروژو د چارو د پيل پرانېسته د مرغومي په ۹مه د ننګرهار والي، جلال اباد ښاروال او نورو مسولينو له لوري وشوه.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل، د جلال اباد ښاروالۍ په چوکاټ کې د ښاري پانګونې ادارې له لوري د ۷۸،۵ ميليونه افغانيو په لګښت دغو پروژو کې څه باندې پنځه کيلومتره د دوو سړکونو قير کول، د ۱۸ کيلومتره په اوږدوالي د درېيو سړکونو جغل اندازي او د درې کيلومتره په اوږدوالي له انګور باغ څخه تر هوايي ډګر پورې د کانال پاکول شامل دي .
نوموړي ډاډ ورکړ چې د دې پروژو د چارو سرعت او کیفیت ته به ځانګړې پاملرنه وکړي، همدا راز به د کرونا له امله د فقر زياتېدو مخنیوي په موخه زیات شمېر خلکو ته کاري فرصتونه پيدا شي .
د جلال اباد ښاروال انجنیر اباسین بهیر وویل، د ښاروالۍ له لوري به ځانګړي انجنیران وګوماري، ترڅو د یادو پروژو له کیفیت او ساختمان څخه یې وخت په وخت څارنه وکړي.
هغه زياته کړه: ((د دغو پروژو اساسي هدف دا دی چې د کرونا له امله خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، نو کرونا ځپلو ته به د کار فرصتونه برابر شي، هم به خلک د مالکيت احساس وکړي او کارونه به ښه مخته يوسي.))
د سیمې اوسېدونکو حاجي دلاور جرنیل زاده د یادو پروژو په پیل کېدو خوښي وښوده او هیله یې وښوده چې په معیاري ډول به یې چارې ترسره شي .
ده وويل، اوسمهال د سړکونو د خاموالي له امله په بارانونو کې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
که څه هم جلال اباد د هېواد د لويو ښارونو له ډلې دی، خو بيا هم د دغه ښار ډېرې سيمې پاخه سړکونه نه لري، د کاناليزاسيون سيسټم يې نامناسب او ښاريان د ورښت په ورځو کې له ستونزو سره مخ وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP