ګردېز (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۹): د پکتيا ملي امنيت ځواکونو هغه دوه ماشومان د تښتوونکو له بنده راخوشي کړي چې ۲۰ ورځې مخکې د دغه ولایت د مرکز ګردېز له «باغکا» سيمې تښتول شوي وو.
له دغو ماشومانو احسان الله د زرمت او فرهادالله د سيد کرم ولسوالۍ اصلي اوسېدونکي دي، خو دا مهال د پکتیا په مرکز ګردېز کې ژوند کوي چې هم ګاونډیان او هم ټولګیوال دي.
د پکتيا والي محمد حليم فدايي وایي، تښتوونکو غوښتل چې په لوګر کې د احسان الله له کورنۍ پیسې ترلاسه کړي، خو ماشومان یې دواړه په ګردېز کې ساتل.
د ده په وینا، د ملي امنیت ځواکونو پرون له غرمې وروسته په دواړو ولایتونو کې عملیات وکړل، په لوګر کې یې یو کس چې غوښتل یې د احسان الله له کورنۍ ترلاسه کړې پیسې تښتوونکو ته ولېږدوي، په ټپي حالت کې ونیو او وروسته یې په ګردېز کې یاد دواړه ماشومان د تښتوونکو له بنده وژغورل.
فدایي وايي چې یاد دواړه ماشومان نن د هغوی خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د احسان الله تره حاجي الله نور وايي چې تښتوونکو ترې د وراره خوشي کولو په بدل کې ۳۵۰۰ امريکايي ډالر غوښتل او دوی په ډېرې ستونزې سره ۳۱۰۰ ډالر ورته برابر کړي وو، خو مخکې له دې چې پیسې ترلاسه کړي، امنیتي ځواکونو د پیسو لېږدوونکی کس ونیو.
هغه زیاته کړه: «سختې ورځې او شپې راباندې تېرې شوې، ټولو ته يې عصبي تکليف پيدا کړی و، موږ له امنيتي ځواکونو او خاصتاً له ملي امنيت څخه ډېره زياته مننه کوو.
احسان الله پژواک خبري اژانس ته وویل، سهار شاوخوا اته بجې له کور څخه کورس ته د تلو په موخه ټکسي موټر کې کېناستل، خو له لږ مزل وروسته موټر لاره بدله کړه او دوی يې په زور بلې خوا ته يووړل.
هغه وایي: «ما ورته وويل چې تاسو خو په بله لاره ځئ، ويل يې بېرته راتاوېږو، د مخې سېټ والا ته يې وويل چې ته شاته کېنه، د مخې ټاير هوا کمه ده، هغه چې شاته راغی، موږ يې وتړلو او ډرېور ته يې وويل چې تېز ځه.»
فرهادالله وايي چې تښتوونکو ورسره بد چلند کاوه، وهل يې او وچه ډوډۍ يې ورکوله.
هغه زياته کړه: «يوه ږيرور سړي کلک ونيولو، پښې او لاسونه يې راباندې تړلي وو، په تياره حمام کې يې ساتلو.»
کابو دوه میاشتې وړاندې هم د پکتیا ملي امنیت ځواکونو په کابل کې یو تښتول شوی ماشوم په ګردېز کې له تښتوونکو وژغوره.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP