ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اوربند نېټه، د نظام څرنګوالی او اساسي قانون د سولې خبرو جنجالي موضوعات کېدای شي

author avatar
2 Jan 2021 - 13:59
author avatar
2 Jan 2021 - 13:59

کابل (پژواک، ۱۳ مرغومی ۹۹): د سولې خبرو مرکچي پلاوو په اجنډا کې اختلافي، ګډ او متفاوت موارد شامل شوي او د چارو شنونکي وايي، اوربند، د نظام څرنګوالی، اساسي قانون او نړیوالې معاهدې د دې خبرو تر ټولو جنجالي موارد کېدای شي.

د یادونې ده، د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي پلاوي له ۸۰ ورځو خبرو وروسته د سولې خبرو پر طرزالعمل توافق وکړ او د راپورونو له مخې، دواړو لورو د دویم پړاو خبرو لپاره خپلې اجنډاوې هم له یو بل سره شریکې کړې دي. دواړو مرکچي پلاوو د سولې خبرې د مشورو په موخه درې اوونۍ وځنډولې او ټاکل شوې د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ په پنځمه د بین الافغاني خبرو دويم پړاو په دوحه کې پیل شي.

د افغان دولت د مذاکراتي ټېم اجنډا چې د ۲۸ مواردو په درلودو په پنځو برخو «امنیت، سیاست، پراختیا، علمي میکانیزم او د سولې هوکړه لیک وروستي کول» جوړه شوې او دغه راز د طالبانو د مذاکراتي ټېم اجنډا چې ۲۴ موارد لري یو شمېر رسنیو خپره کړې او په ټولنیزو رسنیو کې هم لاس پر لاس کېږي، خو تر اوسه په رسمي ډول دواړو لورو نه تایید او نه رد کړې دي.

خو د افغان دولت مرکچي پلاوي او د مشرانو جرګې غړي عطا‌ءالله لودین د مرغومي په دویمه د مشرانو جرګې ناستې ته له جزئیاتو پرته وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي اجنډا په یادو پنځو برخو کې ترتیب شوې او ۲۴ ماده يي اجنډا چې طالبان وړاندې کړې، شپږ اساسي موارد لري چې هلته هم جزئیات نه دي موجود.

اوربند؛ د دولت لومړۍ غوښتنه او د طالبانو د اجنډا وروستی مورد

د دواړو لورو په اجنډا کې یو د پام وړ اختلافي مورد دا دی چې اوربند د افغان دولت د مرکچي پلاوي د موضوعاتو لومړی مورد دی خو دغه موضوع د طالبانو په نوملړ کې وروستۍ ګزینه ده.

د سیاسي چارو شنونکي ډاکټر حمید عزیزي په دې اړه چې ولې دولتي پلاوي د اجنډا په لومړي سر او طالبانو په اخر کې اوربند یاد کړی؟ وايي: “د طالبانو په لاس کې د فشاد تر ټولو لوی عامل جګړه ده. طالبان د جګړې په ډګر کې په خپل جنګي توان برلاسي دي او دا د افغان دولت د کمزورۍ نقطه ده. کله چې اوربند وشي، نو د افغان دولت له اوږو به اصلي فشار لرې شي. د اوربند په اعلانېدو به افغان دولت د جګړې له فشاره خلاص شي او د خبرو پر مېز به هم طالبان پر افغان دولت د فشار هېڅ وسیله ونه لري او په نتیجه کې به افغان دولت پر خپل دريځ کلک شي او پاتې نه رانه شي. په دې صورت کې به طالبان یا تسلیمېدو ته اړ شي او یا به بېرته جګړه پیل کړي. په دغو شرایطو کې که طالبان تسلیم شي، دولت خپلو موخو ته رسېدلی دی. که طالبان بېرته د جګړې ډګر ته وګرځي نو افغان دولت په داخلي او بهرنیو ټولنو کې پر طالبانو د توافق د سرغړوونکو او د اوربند ماتوونکو په صفت کافي فشار راوړي او په اسلامي ټولنو کې به د یاغي او باغي په نوم یاد شي.”

د عزیزي په خبره، له دې امله طالبان وروستۍ پایلې ته له رسېدو مخکې نه غواړي د خپل فشار وسیله (جګړه) له لاسه ورکړي، له همدې امله اوربند د دوی لپاره وروستی مورد دی.

د «کوبها دیالوګ» څېړنیز مرکز مسوول نذیراحمد سهار وايي، طالبان ځکه نه غواړي د سولې خبرو کې له پرمختګ مخکې اوربند وکړي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو بهیر له تکمیل مخکې او مطلوب حالت ته د نه رسېدو په صورت کې د سولې له داسې وضعیت سره مخ کېدای شي چې اټکل یې نه دی شوی؛ ځکه دغه بهیر نړیوال ضمانت نه لري.

د هغه په باور، اوربند د دولت لپاره ځکه ارزښت لري او د اجنډا په سر کې یې ځای ورکړی چې له یوې خوا د خلکو غوښتنه ده او له بلې خوا سولې ته د طالبانو نیت امتحانوي، دغه راز روښانه کوي چې ایا طالبان د اوږدمهال اوربند ساتلو توان لري او کنه.

د سهار په خبره، حکومت پوهېږي چې طالبان اوږدمهال اوربند ته غاړه نه ږدي؛ ځکه داسې تحلیل موجود دی چې د اوربند له اعلانېدو سره د طالبان لیکې ړنګېږي.

د سیاسي چارو شنونکی احمد سعیدي وايي: ” د افغان دولت پلاوی ځکه په لومړي سر کې پر اوربند ټینګار کوي چې دوی بله لاسته راوړنه نه لري، که اوربند ونه شي نو په درېیو میاشتو کې د دولت پلاوي څه کړي دي؟ طالبان ښه لاسته راوړنه لري چې خپل ۵۵۰۰ بندیان یې ازاد کړل او په ملي او نړیواله کچه معرفي شوي دي.”

د هغه په خبره، طالبانو ځکه اوربند د اجنډا په پای کې یاد کړی چې له اوربند مخکې د سولې په خبرو کې نور امتیازات هم ترلاسه کړي.

خو د سیاسي چارو بل شنونکي نظرمحمد مطمين په باور، طالبان فکر کوي چې اوربند ته هغه مهال اړتیا ده چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وشي او د راتلونکي نظام پر ډول توافق وشي، د دواړو لورو ترمنځ بې باوري له منځه لاړه یا کمه شي، څو اوربند ته زمینه برابره شي.

د سیاسي چارو شنونکی نصرت الله حقپال په دې اړه وايي: “زما په نظر، سره له دې چې اوربند د حکومت، طالبانو او خلکو غوښتنه ده، خو طالبانو ته ځکه اوربند چندان ښه نه دی چې طالبان له جګړې پرته نور څه نه لري او که د طالبانو له تحریک څخه جګړه واخیستل شي، نو موجوده قوت او صلابت یې نه پاتې کېږي.”

هغه وویل: “افغان حکومت، طالبان او نړیوال پوهېږي چې جګړه پر افغان دولت او نړیواله ټولنه د طالبانو د فشار یوازېنۍ وسیله ده؛ که اوربند وشي نو افغان دولت د طالبانو غوښتنو منلو او خپل چلند تغییر ته نه مجبورېږي او د طالبانو غوښتنو ته به چندان توجه نه کوي.” د هغه په باور، له همدې امله اوربند د افغان حکومت لومړۍ غوښتنه او د طالبانو وروستی وړاندیز دی.

امنیت؛ هغه مورد چې د طالبانو په اجنډا کې کمرنګه خو د مقابل لوري په اجنډا کې ډېر ځای ورکړل شوی دی.

هغه مورد چې د اجنډاوو په نوملړ کې پام ور اوړي، د امنیت برخه ده؛ طالبانو د خپلې اجنډا په ۱۹مه برخه کې لیکلي (د ټپیانو انتقال او درملنه) خو مقابل لوري (د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټېم) په دې برخه کې «د لویو لارو په ګډون د ټولو لارو خوندیتوب، له هر ډول باج اخیستو او اخاذۍ مخنیوی، له ګاونډیو هېوادونو سره د ناقانونه تګ راتګ د لارو پوښل، د سیمو غیر نظامي کول، له سازمان شوو جرمونو سره مبارزه، د اسلامي او تاریخي ابدو د امنیت خوندیتوب، د طبیعي سرچینو ساتنه او په غیر قانوني ډول له یادو سرچینو د استفادې مخنیوی، د برېښنا شبکې، د افغانستان د مسلمان ملت د ملکیت او مواصلاتو په ګډون د عام المنفعه تاسیساتو د امنیت ساتل، د خپلسرو مجازاتو او له قانونه د سرغړونو مخنیوی، د تګ راتګ پر لارو د جنسیت او قوم پر اساس د خلکو په نښه کول او درول» یاد شوي دي.

ډاکتر عزیزي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ولې طالبانو د امنیت په برخه کې په خپله اجنډا کې یوازې د «ټپیانو انتقال او درملنه» ځای کړي خو مقابل لوري د خپلې اجنډا په دې برخه کې څو یاد شوي پورته موارد یاد کړي دي؟ وویل: “دا باید په نظر کې ونیسو چې د طالبانو اجنډا په واقعي مسایلو متمرکزه ده. خو د دولت له خوا ترتیب شوې اجنډا تر ډېره د دولت د چنې وهلو قدرت زیاتېدو، پر طالبانو د رواني فشار راوړلو او د دولت د کمزورتیا ټکو د له منځه وړلو لپاره پر دولت د فشار کمولو په چوکاټ کې پر دوکه کوونکو لوبو متمرکزه ده.”

هغه پر طالبانو د رواني فشار رامنځته کېدو په اړه وايي: “له هر ډول باج اخیستو او اخاذۍ د لویو لارو په ګډون د ټولو لارو خوندیتوب، له ګاونډیو هېوادونو سره د ناقانونه تګ راتګ د لارو پوښل، له سازمان شوو جرمونو سره مبارزه، د اسلامي او تاریخي ابدو د امنیت تامین، د طبیعي سرچینو ساتنه او په غیر قانوني توګه له یادو سرچینو څخه د استفادې مخنیوی، د عام المنفعه تاسیساتو د امنیت ساتل …، د تګ راتګ پر لارو د جنسیت او قوم پر اساس د خلکو په نښه کول او درول (په دې معنا دي چې طالبان یوه جنایت کاره، غله، باج اخیستونکې، د سازمان شوو جرمونو عامل، د اسلامي او تاریخي ابدو تخریبوونکې او غله، د قوم او جنسیت پر اساس د خلکو وژونکې او … ډله ده.”

نذیراحمد سهار په دې اړه وايي، طالبانو ځکه د ټپیانو د لېږد موضوع په اجنډا کې شامله کړې چې ډېری روغتونونه ددولت تر کنټرول لاندې سیمو کې دي او اوس مهال د طالبانو د ډېری ټپیانو درملنه له هېواد بهر کېږي.

د هغه په خبره، په اجنډا کې د دې موضوع له شاملولو څخه څرګندېږي چې د سولې خبرو پر مهال به هم جګړه دوام ولري.

د هغه په باور، طالبانو ځکه یاد موارد لکه د ټولو لارو خوندیتوب، له ګاونډیو هېوادونو سره د تګ راتګ د غیر قانوني لارو پوښل، د سیمو غیر نظامي کول او … په اجنډا کې نه دي شامل کړي چې د طالبان ډېر قوت په اطرافونو کې دی او د یو شمېر طالبانو او د دې ډلې د سرګروپانو کورنۍ په پاکستان کې دي او طالبان د افغانستان او پاکستان ترمنځ تګ راتګ لري.

په همدې ډول مطمين وايي، سره له دې چې طالبان له امریکا سره د ټپیانو د انتقال توافق لري، خو غواړي د مقابل لوري له مذاکراتي ټېم سره په دې اړه تکرار خبرې وکړي.

دغه راز حقپال پر دې باور دی چې طالبانو د امنیت په برخه کې په کل کې خبره کړې ده، خو مقابل لوري ځکه یاد مسایل لکه د لویو لارو د امنیت ټینګښت او نور په اجنډا کې شامل کړي چې طالبان له موټرو د مسافرو پر ښکته کولو او یادو نورو مواردو تورن دي.

د نظام ډول

د افغان دولت مذاکراتي پلاوي په روښانه ډول په خپله اجنډا کې د نظام څرنګوالي په برخه کې څه نه دي ځای پر ځای کړي خو د «سیاسي مشارکت لپاره د لارې نقشه» یې یاده کړې ده، خو طالبانو «اسلامي نظام، د راتلونکي اسلامي نظام ډول، زعامت او اسلامي شورا» په خپله اجنډا کې شامل کړي دي.

حمید غزیزي د یوې پوښتنې په ځواب کې وايي: “افغان دولت د حاکم نظام په حیث په نظام کې تغییراتو یا په دې اړه جزئیاتو ته لېوالتیا نه لري او غواړي موجوده جوړښت پر طالبانو ومني. په همدې جوړښت د اوسني نظام منل به د اشرف غني د دولت د حاکمیت دوام په معنا وي او افغان دولت ثابته کړې چې د قدرت ترلاسه کولو او ساتلو لپاره هر کار ته تیار دی.”

خو نوموړی د طالبانو له خوا په اجنډا کې د نظام د بحث شاملولو ته په اشاره زیاتوي، طالبانو له کلونو راهیسې د دغه نظام پر ضد جګړه کړې او له بېلابېلو لورو یې نقد او تخریب کړی دی، په اوسني حالت د نظام منل به د طالبانو په لیکو کې د اختلاف او تضاد رامنځته کېدو او د خپلو کسانو ترمنځ به یې د خلکو ملاتړ د کمزورتیا لامل شي او د راتلونکي لپاره به د دوی د ملامتیا زمینه برابره کړي.

د نوموړي په خبره، بلخوا طالبان هم په نظام کې د کمزورتیا ټکي ویني، دا مسئله د دې لامل شوې چې طالبان د راتلونکي نظام د تغییر یا تعدیل لپاره کافي او د منلو وړ استدلال ولري.

خو سعیدي په دې اړه وايي، طالبانو ځکه په څو مواردو کې د اسلامي نظام یادونه کړې چې دوی جمهوریت او دغه لار نه غواړي او د یوې بلې لارې غوښتنه کوي، خو دولت پر جمهوریت او اوسني نظام ټینګار کوي او فکر کوي چې نظام حاکم دی.

د سهار په باور، له «اسلامي نظام» سره چې طالبانو په خپله اجنډا کې شامل کړی، د مخالفت فرصت نشته، خو د څرنګوالي په اړه یې بحث کېدای شي. دغه راز نوموړی وايي چې د «سیاسي مشارکت» بحث چې د افغان دولت مذاکراتي ټېم په خپله اجنډا کې شامل کړی، د ټاکنو په مسایلو او د جمهوریت په نورو ارزښتونو کې شامل دی.

د هغه په خبره، د اسلامي نظام څرنګوالی او د سیاسي مشارکت لارې نقشه پېچلي مسایل دي او د سولې خبرو په راتلونکو پړاوونو کې به تر ټولو جنجالي موارد وي.

په ورته وخت کې نصرت الله حقپال وايي، د نظام نوعیت د طالبانو لپاره او په ټوله کې د سولې په خبرو کې یوه بنسټیزه موضوع ده.

دی زیاتوي: ” د افغان حکومت چې په سر کې یې غني او حاکمه کړۍ ځای لري، اقتدار په همدغه چتر (اوسني نظام) کې ساتل کېږي او د همدې چتر پر ساتلو ټینګار کوي او تر وروستي نفس به یې دفاع وکړي، په همدې خاطر یې دغه موضوع نه ده یاده کړې خو طالبانو له دغه چتر او دې ډول نظام سره موافق نه دي او خپله بقا په دې نظام کې نه ویني، د نظام د بدلون غوښتنه کوي او دې موضوع ته یې څو ځایه اشاره کړې ده. ”

بهرني ځواکونه او جنګیالي

بل هغه مورد چې د دواړو لورو په اجنډا کې لیدل کېږي، دا دی چې طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو سرتېرو او جنګیالیو حضور ته اشاره نه ده کړې خو مقابل لوري «د بهرنیو جنګیالیو او ترهګرو ډلو وتل او د افغانستان د مسلمانو خلکو د وژلو د مخنیوي لپاره له دوی سره ګډه مبارزه» په خپله اجنډا کې شامله کړې ده.

ډاکتر حمید عزیزي په دې اړه وايي: “هم دولت او هم طالبانو بهرني ملاتړي او جنګیالي لرل؛ افغان دولت د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو همکاري درلوده او طالبانو هم د بېلابېلو اسلامي جنګیالیو همکاري لرله؛ دې ته په کتو چې د افغان دولت بهرني همکاران تقریباْ له صحنې وتلي خو د طالبانو بهرني همکاران تر اوسه د جګړې په ډګر کې موجود دي، افغان دولت هڅه کوي چې د بهرنیو جنګیالیو د کلمې په یادولو هم د طالبانو په قالب کې د نړیوالو ترهګرو بحث ژوندی وساتي او هم طالبان تر فشار لاندې راولي.”

خو مطمين د بهرنیو ځواکونو او جنګیالیو په اړه وايي: “دا هغه موضوع ده چې طالبانو له امریکا سره پرې ډېرې چنې وهلې، د بهرنیو جنګیالیو تعریف پر څرنګوالي او د ترهګرو پر تعریف، خو په ورته وخت کې توافق ته رسېدلي، له نظامي ډېپلوماتانو پرته باید ټول بهرني جنګیالي که قراردادي دي یا نظامي، له افغانستان څخه ووځي.”

د هغه په خبره، د ترسره شوو ژمنو له مخې، طالبان د القاعدې، چیچین او نورو ډلو اړوند بهرنیو جنګیالیو ته چې ادعا کېږي د طالبانو په لیکو کې موجود دي، «ځواب ورکوي» (له دوی سره اړیکه پرې کوي) او نړیوال مسوولیت لري چې د دوی (بهرنیو جنګیالیو) لپاره خوندي ځای پیدا کړي. هغه زیاتوي، د یادو دلایلو له امله طالبان نه غواړي د دې موضوعاتو په اړه له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

نذیراحمد سهار هم پر دې باور دی چې طالبانو له امریکا سره له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو پر وتلو توافق کړی او د بهرنیو جنګیالیو په اړه یې هم له امریکا سره ژمنې کړې دي.

نوموړي د بهرنیو جنګیالیو په اړه توافق لازمي ګڼي او پر دې په ټینګار چې هېڅ ډله د بهرنیو جنګیالیو کوربه نه شي، زیاتوي، ښايي طالبان د اروبند تر اعلانېدو د بهرنیو جنګیالیو په اړه جدي اقدام ونه کړي؛ ځکه د ده په خبره، دغه ډول اقدام د نږدې اړیکو او ان د طالبانو د نوي نسل خپلوي له بهرنیو جنګیالیو سره کولای شي طالبانو ته ستونزې جوړې کړي.

اساسي قانون او د لاسته راوړنو ساتنه

د افغان دولت مذاکراتي ټېم په اجڼدا کې له شاملو مواردو یو د «د افغانستان د خلکو د لاسته راوړنو ساتنه» ده، خو طالبانو په مشخص ډول د لاسته راوړنو ساتلو په اړه څه نه دي ویلي، او برعکس اساسي قانون یې د بحث وړ بللی، په داسې حال کې چې د افغان دولت مذاکراتي ډلې د اساسي قانون په اړه څه نه دي ویلي.

عزیزي په دې اړه وویل: ” د افغان دولت په لوړو جوړښتونو کې هغه کسان ځای لري چې د لوېدیځ په روحیاتو او ارزښتونو روزل شوي دي. د دوی لپاره د افغانستان د خلکو لاسته راوړنو ساتل په قدرت کې د دوی پاتې کېدل دي او د دې لپاره د لوېدیځو هېوادونو ملاتړ هم له ځان سره لري. دوی نه غواړي چې په دیني معیارونو او ملاکونو جوړې دیني ټولنې ته را وګرځي؛ ځکه په اسلامي نظام ګې د دوی لپاره هېڅ ځای نشته او دوی د مفسدانو په توګه قلمداد شي. همدغه کسان دي چې د نړۍ دویم فاسد نظام یې جوړ کړی. له مفسدانو (په ځانګړې توګه غلو او اقتصادي مفسدانو) سره د اسلامي حکومت معیارونه د لاس پرې کول دي… ”

د هغه په خبره، بلخوا طالبان په تېرو دوو لسیزو کې د اسلامي حکومت په شعار جنګېدلي او اوس په دې برخه کې د دوی کوتاهي کولای شي د دوی ماهیت او مبارزه خرابه کړي. د هغه په باور، له همدې امله به طالبانو د اسلامي نظام جوړېدو لپاره شعارونه او هڅې په پام کې ولري.

نظر محمد مطمين د افغانستان د اساسي قانون په اړه وايي: “د افغانستان ډېری سیاستوال هم د اوسني اساسي قانون غوښتنه کوي او زما د معلوماتو له مخې، طالبان ټینګار کوي چې نوی اساسي قانون دې جوړ شي او ټینګار لري چې د اساسي قانون موضوع د بحث وړ ده.”

خو حقپال په دې اړه وویل: “دا چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پلاوي د لاسته راوړنو پر ساتلو ټینګار کړی او طالبانو اساسي قانو د بحث وړ بللی، لامل یې دا دی چې حکومت په تېرو ۱۹ کلونو کې لاسته راوړنې لري چې کولای شي د ښځو حقونو، مطبوعاتوي ازادي او نورو ته د مثال په ډول اشاره وکړي چې له شک پرته دا لاسته راوړنې سيکولر او ډيموکراتې دي او طالبان او د هغوی تحریک له هغو سره موافق نه دي چې وساتل شي، نو په دې برخه کې یې د اسلامي اصولو یادونه کړې ده.”

د هغه په وینا، د اساسي قانون تعدیل د نظام پر بدلون مستقیم اغېز لري، له همدې امله طالبانو اساسي قانون د بحث وړ بللی او ټینګار کوي چي که له اوسني نظام سره موافقه وکړي، د دوی مبارزه تر پوښتنې لاندې راولي او په دغه نظام کې د دوی اقتدار نه ساتل کېږي.

حقپال زیاتوي، د افغانستان اسلامي جمهورت پلاوي له دې امله د اساسي قانون په اړه څه نه دي ویلي چې د ټولو لاسته روړنو ساتنه د همدې قانون له امله ده او د اساسي قانون ساتنه خپله بقا بولي.

نسبتاً ګډ موارد

د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکراتي ټېم په اجنډا کې د شاملو موضوعاتو «له هېوادونو سره د اړیکو څرنګوالی، پوهنې، د جګړې د قربانیانو ټپونو التیام لپاره ګډ پروګرام او د شهیدانو او معلولینو کورنیو ته رسېدنې، د اتباعو قانوني حقونو او ازادیو او په ټولنه کې د هر ډول فساد پر وړاندې مبارزه، د ښې حکومتولۍ لپاره زمینه برابرول، د نشه یي توکو له کښت، پروسس او قاچاق څخه د مخنیوي» یادونه هم شوې ده.

دغه راز د طالبانو د اجنډا په شاملو موضوعاتو کې هم له دې موضوعاتو په یوه ډول یادونه شوې او دا موضوعات لکه «بهرنی سیاست، ښوونه او روزنه، د خلکو اساسي حقونه، د کونډو او یتیمانو د کفالت تضمین، د اسلامي اصولو او ملي عنعناتو په رڼا کې د ښځو حقوق، معلولینو ته ځانګړې پاملرنه، له اسلامي اصولو سره سم د بیان ازادي او د اخلاقي او اداري فساد له منځه وړل او له نشه یي توکو مخنیوی» یې د مذاکراتو د اجنډا په موضوعاتو کې ور شامل کړي دي؛ په دې توپیر کې د دولت مذاکراتي ټېم اړخ د «اتباعو له قانوني حقونو او ازادیو» یادونه کړې، خو طالبانو له اسلامي اصولو سره سم پر ازادیو ټینګار کړی دی.

دغه راز دولت «د هېواد ملي او دفاعي ځواکونو له پیاوړتیا» یادونه کړې چې طالبانو هم د «د فاعي او امنیتي سکټور» موضوع په وړاندیز شوې اجنډا کې شامله کړې ده.

حمید عزیزي په دې اړه وایي: ” یاد موارد اختلافي اړخ نه لري. په حقیقت کې دواړه لوري د یوه نظام او حکومت په لازمو موضوعاتو خبرې کوي. په الفاظو او کلمو کې توپیر نه شي کولای ډېر اختلاف رامنځته کړي. یوازې هغه ټکی چې ښایي د یادو مواردو په اړه اختلاف ته لار پرانیزي، بحث، له اسلامي اصولو سره سم د هېوادوالو د قانوني ازادیو حقوق دي. د افغانستان د حکومت اړخ ښایي له اسلام څخه د اتباعو له قانوني حقونو او ازادیو لپاره یو ډېر پراخ او سيکولریت ته نږدې تعریف ولري، خو طالبان ښایي د اتباعو قانوني حقونو او ازادیو لپاره له اسلام څخه یو بنسټیز تعریف لري. دلته د طالبانو له تېر حکومته د ځینو وېره کېدای شي د افغانستان د حکومت په ګټه تمامه شي او په مقابله نقطه کې، په جوړښت کې له اخلاقي فساده د افغانستا د خلکو تنګوالی، البته د افغانستان حکومت په جوړښت او تر حاکمیت لاندې بدنه کې د دې لامل کېږي چې طالبان لا قوي درځ غوره کړي. وړاندوینه کېږي چې په ټوله کې د اساسي قانون په چوکاټ کې د مختلفو مسئلو مختلفو تعریفونو باندې ټولپوښتنې ته اړتیا به ناڅرګنده وي.

نذيراحمد سهار هم په دې اړه وایي چې په یادو مواردو کې عمومي توافق بریښي، خو د هغو پر هره برخه بحث کېدای شي. هغه د مثال په توګه وایي چې دواړه اړخونه د پوهنې په برخه کې پر پرمختګ هوکړه لري، خو ښایي د ښوونځیو نصاب په برخه مختلف نظریات ولري.

دغه راز هغه وایي، طالبانو د بیان ازادي او د ښځو حقوق له اسلامي اصولو سره مشروط کړي، خو حکومت د اتباعو موضوع مطرح کړې ده، د افغانستان حکومت د تعریف پر بنسټ، ملي اردو، امنیت او پولیس امنیتي ځواکونه بلل کېږي، خو له امنیتي او دفاعي سکټوره د طالبانو په تعریف کې د هغوی جنګیالیان هم شامل دي او ښایي له همدې امله یې د «دفاعي او امنیتي» سکټور اصطلاح کارولې وي.

خو د حقپال په باور، دا هغه موارد دي چې له انساني ارزښتونو سره تړاو لري. هغه د مثال په توګه څرګندوي، د هېوادوالو امنیت ساتل، په هر نظام کې که اسلامي او یا هم کوم بل نظام وي، دغه اصل ته پاملرنه شوې او دا د انساني ارزښتونو اړوند یو اصل دی؛ دغه راز له فساد سره مبارزه، ښوونه او روزنه او …. هغه موارد دي چې ګډ انساني ارزښتونه دي؛ خو په لږ توپیر سره چې ښایي ډېر د بحث وړ نه وي.

په اجنډاوو کې شامل نور توپیري موارد

کیفیت لرونکو او سراسري خدمتونو لکه روغتیا، کرنې، د اوسېدو او نه اوسېدو، د زېربنایي پروژو د امنیت ټینګښت او د کاري فرصتونو رامنځته کول، د افغانستان د خلکو له شتمنیو ساتنه او د هېواد اقتصادي ځان بسياینې لپاره هڅه کول، د سولې تړونونو پلي کولو لپاره نړیوال ضمانتونه، ملي بنسټونه پیاوړي کول او د افغانستان نړیوالو تړونونو ساتل او د نړیوالو تړونونو رعایتول د دولت د مذاکرتي ټېم په اجنډا مې شامل موارد دي، خو طالبانو په دې برخه کې په څرګند ډول څه نه دي لیکلي.

دغه راز اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو ته په پام سره، د پرمختللې نړۍ له معیارونو سره د پالیسیو برابرولو، د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا، د افغانستان یووالی او ملي وحدت، ملي ګټو او ملي ارزښتونو ته ژمنتیا، د بندیانو ټول شرعي او اصولي حقونه، له زهرجنو تبلیغاتو مخنیوی، د طالبانو په اجنډا کې شامل موارد دي او بل اړخ په دې اړه په ښکاره ډول څه نه دي ویلي.

عزیزي د دې توپیرونو په اړه وايي: “زما په نظر د دواړو لورو وړاندیزونو توپیر بسټیز توپیر نه دی. په پای کې به دواړه خواووې پر دې موضوعاتو هوکړې ته رسېږي. طالبان دې ته لېوال دي چې په لومړيو کې اسلامي نظام په کار پیل وکړي او وروسته د پراختیایي، امنیتي، بهرنیو اړیکو او … په اړه هغه مهال هڅه، مشوره او پرېکړه وکړي. او راتلونکی نظام باید د اجرائیوي طرزالعمل په اړه پرېکړه وکړي خو د افغانستان دولت په دې روحیه چې نظام موجود دی او له همدې پیله باید پر طرزالعمل خبرې وشي، هڅه کوي اجرائیوي موارد هم مطرح کړي، د نظر دا اختلافونه د نظام په اړه د دواړو لورو د لیدلورو د توپیر له امله دي.”

د سولې په خبرو کې عمده اختلافي موارد

سعیدي وایي: “اوربند، د نظام ډول، اساسي قانون او نړیوال تړونونه د خبرو له جنجالي او اختلافي موضوعاتو دي، خو تر دې نور جدي موضوعات هم شتون لري چې طالبان غني نه غواړي، ټاکنې نه غواړي؛ غواړي د حل او عقد د حل شورا وي او پارلمان باید له منځه ولاړ شي؛ دغه راز طالبان اوسنی اسلامي جمهوریت او اساسي قانون هم نه مني.”

حقپال هم وویل چې اوربند، د نظام ډول، اساسي قانون او نړیوال تړونونه د دواړو خواوو تر ټولو اختلافي موضوعات دي؛ ځکه د دواړو اړخونو ګټل او بایلل په همدې څلورو موضوعاتو کې خلاصه کېږي او هره خوا غواړي و یې ګټي.

د هغه په وینا، که اروبند ټینګ شي او نظام بدلون وکړي، ماهیت، لیدلوری، بهرنی او نننی سیاست او ټول موضوعات یې بدلېږي او که اساسي قانون بدلون وکړي د اوسني او راتلونکي نظان چوکاټ ټاکي، نظام او حکومت ته مشروعیت ورکوي، د نظام لار او ماهیت روښانه کوي.

حقپال زیاتوي، که نړیوال تړونونه ومنل شي، له بهرنیو هېوادونو سره اتصال او نه اتصال نظام او حکومت ټاکي او همدا موارد دي چې د مقتدرو هېوادونو لکه امریکا، چین او روسیې له خوا اروپایي ټولنه او ملګرو ملتونو سازمان جوړ شوي دي او که ومنل شي، بنسټیز مسایل حل کېږي او کوچني موارد بیا خپله هوارېږي.

نذیراحمد سهار اوربند، د نظام ډول، اساسي قانون او نړیوال تړونونه هغه موارد بولي چې د سولې دواړه اړخونه جلا جلا لیدلوري، دریځونه او تعریفونه ورته لري.

دغه راز حمید عزیزي هم د اوربند وخت تر ټولو اختلافي مورد بولي، خو نظام او اساسي قانون له «نسبي» اختلافي مواردو بولي.

هغه د نظام د ډول په اړه وایي: “طالبان به په بشپړ ډول د نظام بدلون غوښتنه ونه کړي؛ هغوی به په پای کې اوسنی نظام ومني او په هغه کې به د نسبتي بدلونونو او اصلاحاتو غوښتنه وکړي او له دېرش یا څلوېښت سلنې به لږ وي. خو مهم ټکی دا دی چې طالبان د اوسني دولت لپاره د پام وړ نظام په نظر کې نه لري، په داسې حال کې چې حکومت افغانستان اوسنی نظام د دولت د کار له دوام سره مطلق مترادف بولي او د نظام ساتل د اوسني حکومت ساتلو په معنا بولي…طالبان به اوسنی اساسي قانون په اوسنۍ بڼه ونه مني او په هغه کې به له ۳۰ تر ۴۰ سلنې د بدلون غوښتنه وکړي خو په بشړ ډول به یې نفي نه کړي.”

خو د هغه په باور، نړیوال تړونونه اوس مهال د دواړو اړخونو لپاره جدي ستونزه او ننګونه نه دي. د هغه په وینا، په هماغه کچه (په اغېز کې) چې د افغانستان حکومت نړیوال تړونونه لري، د طالبانو اړخ هم له امریکا سره د سولې تړون په لاسلیک کولو سره د تړون موثریت لري، له همدې امله د نړیوالو تړونونو له اړخه د سولې خبرو او پروسې پر وړاندې کومه جدي ننګونه نه معلومېږي.

Visits: 43

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.