ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار نوی والي: د خلکو ترمنځ یووالی راوستل او د هغوی رضایت خپلول مې لومړیتوبونه دي

author avatar
3 Jan 2021 - 18:51
author avatar
3 Jan 2021 - 18:51

کندهار (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۹): د کندهار لپاره نوي ټاکل شوي والي روح الله خانزاده خپله دنده د قومونو ترمنځ د انډول او یووالي ساتلو، د خلکو رضایت بېرته ترلاسه کولو او غوره خدماتو وړاندې کولو په ژمنو سره پیل کړه.

د افغانستان ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم کټوازي، د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، لوی درستیز جنرال یاسین ضیا، په ولسي جرګه کې د دغه ولایت د خلکو استازو د نوي والي معرفي کولو په موخه نن (د مرغومي ۱۴مه) دغه ولایت ته سفر وکړ.

یادو چارواکو د کندهار له سلګونو قومي مخورو، مېرمنو او ځوانانو سره یو ځای د نوي والي روح الله خانزاده د معرفۍ او د مخکني والي حیات الله حیات د مخه ښې په غونډه کې ګډون وکړ چې د ولایت مقام د غازي امان الله خان په تالار کې جوړه شوې وه.

د کندهار لپاره نوي ټاکل شوي والي روح الله خانزاده وویل، د دغه ولایت د والي په توګه یې یو دروند بار پر اوږو اېښودل شوی، هڅه به وکړي خلکو ته خدمت وکړي او د حقونو ترلاسه کولو لپاره ورسره ودرېږي.

دی وايي، ډېر دوستان یې پر دې دنده خوښ نه وو او ورته ویل یې چې نه باید د ولسي جرګې غړیتوب تر واليتوب قرباني کړي خو د ده په خبره، دغه کار یې خپلو خلکو ته د خدمت په موخه وکړ.

هغه زیاته کړه، هڅه کوي د کندهار قومونو ترمنځ انډول او یووالی وساتي او د خلکو رضایت ترلاسه کړي او همدا کارونه له ده څخه د ولسمشر غوښتنه هم وه.

دی وايي، دوې اوونۍ مخکې چې ولسمشر کندهار ته سفر کړی و، نو ویلي یې وو چې د کندهار له مشرانو یوازې یوه غوښتنه لري او هغه دا چې په خپل منځ کې یووالی وساتي.

د ده په خبره، د کندهار ټول خلک یو دي خو یوازې څو مشران ښايي خپلمنځي مشکلات ولري او د ولسمشر مخاطبین هم هغوی وو.

خانزاده وویل: ((تېره شپه ولسمشر ور وغوښتم او راته ویې ویل، د کندهار قومونو ترمنځ اتفاق راوله، د خلکو رضایت ترلاسه کړه، مرکزي اداره به د خدماتو په برخه کې هر راز امکانات تاسې ته چمتو کړي.))

نوموړي له خلکو سره ژمنه وکړه چې که یې لس تنه هم مخالف شي او له کړنو یې خوښ نه وي، په

هماغه ورځ به خپله دنده پرېږدي او د پخوا په څېر به خپلې خانۍ ته دوام ورکوي.

هغه وویل، د ولایت دروازه به د ټولو پر مخ پرانیستې وي، له ټولو به مشوره غواړي خو شخصي غوښتنې به د هیچا هم نه مني.

ده پر خلکو غږ وکړ چې ولسمشر ته مو ویلي وو چې کندهاری والي درته را ولېږي، ولسمشر خپل مسوولیت ادا کړ اوس مسوولیت موږ ته راجع دی.

دی وايي، حکومت په داسې حال کې ورباندې باور کړی او دی یې د کندهار د والي په توګه ټاکلی چې سخت منتقد یې و.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې مشر شمیم کټوازي وویل، د مرکزي ادارې لپاره په لومړي ګام کې لومړیتوب دا و چې څنګه د خلکو ستونزو ته ورسېږي.

دی وايي، په دویم ګام کې پر حکومتولۍ کار کوي، په دې برخه کې د دوی تګلاره دا ده چې حکومتولي به د خلکو په غوښتنه کوو، داسې چې ټول چارواکي، ولسوالان، امرین او نور به د ولس په غوښتنه ټاکل کېږي.

نوموړي یادونه وکړه چې د کندهار لپاره نوی والي د همدې تګلارې له مخې د خلکو په غوښتنه ټاکل شوی، ټول یې د کندهار د وضعیت د سمون لپاره ملا وتړئ.

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وویل، څو اوونۍ مخکې چې ولسمشر کندهار ته راغلی و، خلک امنیتي وضعیت ته پرېشانه وو او له هغه څخه یې په حکومتدارۍ کې د بدلون غوښتنه کړې وه.

د ده په خبره، هماغه مهال ولسمشر له خلکو سره ژمنه کړې وه چې په دوو اوونیو کې به داسې بدلونونه راولي چې د خلکو غوښتنه ده.

نوموړی زیاتوي، په همدې بنسټ ولسمشر کندهار ته داسې والي راولېږه چې د همدغه ولایت دی او د هغوی ترمنځ محبوبیت لري.

دی وايي، ولسمشر په دې حساس وضعیت کې دا دروند بار د خانزاده پر اوږو کېښود، د حکومت بشپړ ملاتړ به ورسره وي.

د ده په خبره، له نوي والي څخه د ولسمشر غوښتنه دا ده چې خلک پر ځان راټول کړه، د خلکو ستونزو ته رسېدنه وکړي او د قومونو ترمنځ انډول او یووالی وساتي.

محب په امنیتي برخه کې هم د بدلونونو او اصلاحاتو راوستو خبره وکړه او ویې ویل، لږ وروسته به د هېواد پېژندل شوی جنرال عطامحمد شجاعت د کندهار د ملي امنیت د امر په توګه وټاکل شي.

دغه راز ده یادونه وکړه چې ۲۰۵ اتل قول اردو او د کندهار امنیې قوماندانۍ د یو لړ تجهیزاتو غوښتنه

کړې چې ټول ورته چمتو شوي او د دوی په واک کې ورکړل شوي دي.

خو ده پر والي غږ وکړ چې په ملي اردو کې د کندهاریانو ګډن ګمرنګه دی چې په دې برخه کې باید هغه او ټول قومونه خپل رول ادا کړي.

غونډې ته یو شمېر نورو مسوولینو او قومي مشرانو هم ویناوې وکړې.

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازې فریبا احمدي کاکړ له ولسمشره مننه وکړه چې په دې حساس وضعیت کې یې د دغه ولایت لپاره پر ځای تصمیم ونیو.

قومي مشر څارنوال محمد عیسی خان وویل، د تېر والي حیات الله حیات د کړنو په اړه به ولس قضاوت کوي خو له نوي والي یې غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې صادقانه خدمت وکړي.

د یادونې ده، په کندهار کې دغه ژور بدلونونه له هغه وروسته راوستل کېږي چې په تېرو درېیو میاشتو کې کندهار په امنو ولسوالیو کې جګړو زور واخیست او جګړې د ښار تر څنډو را ورسېدې.

Visits: 9

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.