کابل (پژواک، ۱۵ مرغومی ۹۹) : په قطر کې د طالبانو او افغان دولت ترمنځ د سولې د مذاکراتو ددویم بړاو تر پیلیدو یوه ورځ مخکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ او ای ایس ای مشرانو سره لیدلي دي.
د پاکستان د پوځ لخوا د مرغومي په ۱۵مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې زلمی خلیلزاد او په افغانستان کې د ناټو قوماندان جنرال سکاټ میلر نن پاکستان ته راغلي وو.
سرچینې زیاته کړې چې امریکایي پلاوي په راولپندۍ ښار کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) مشر جنرال حمید او نورو سره یې ولیدل.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سیمې پر امنیت ، ثبات او په ځانګړې توګه پر افغان سولې پروسې خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي چې زلمي خلیلزاد په افغان سولې پروسه کې د پاکستان د رول او هڅو ستاینه وکړه.
سرچینې زیاته کړې چې دواړو لوریو په افغان سولې پروسه کې خپلو سلا مشورو ته پر ادامې هم ټینګار وکړ.
زلمي خلیلزاد په داسې حال کې پاکستان ته سفر کړی چې ټاکل شوې ده، سبا د سه شنبې په ورځ په قطر کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې ددویم پړاو خبرې پیل شي.
دواړو لوریو درې اونۍ مخکې په خبرو کې وقفه وکړه او په رخصتۍ ولاړل.
دیادونې وړ ده، چې زلمي خلیلزاد په افغان سولې پروسه کې تل له پاکستان سره مشورې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP