ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي مسوولين: هلمند کې يو موټربم موخې ته له رسېدو مخکې له منځه یووړل شو

author avatar
5 Jan 2021 - 15:57
author avatar
5 Jan 2021 - 15:57

لښکرګاه (پژواک، ١٦ مرغومى ٩٩): د هلمند امنيتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې يو موټربم د هوايي بريد په ترڅ کې له منځه وړل شوى دى.

هلمند کې يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د لښکرګاه ښار اړوند د پنجاب کلا په سيمه کې د مازدا موټر په وسيله چاودنه شوې ده.

هغه وايي: ((چاودنه ډېره زوروره وه، غږ يې تر لرو ځايونو اورېدل شوى خو نور معلومات نه لرم چې دا چاودنه څنګه رامنځته شوې ده.))

خو د هلمند امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول محمد زمان همدرد پژواک ته وويل چې دغه موټربم له چورلکې ويشتل شوى دى.

ده وويل: ((دغه مازدا موټربم د افغان اېم ډي چورلکې له خوا ویشتل شوى، وسله والو غوښتل چې ياد موټربم ته پر افغان ځواکونو چاودنه وکړي چې موخې ته له رسېدو وړاندې له منځه يووړل شو.))

همدرد زياتوي چې په دې پېښه کې وسله وال هم وژل شوي خو تر اوسه يې کره شمېره نه دی په ډاکه شوی.

بل لور ته د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.