ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بین الافغاني مذاکراتو د دویم پړاو مقدماتي ناسته ترسره شوه

author avatar
6 Jan 2021 - 20:45
author avatar
6 Jan 2021 - 20:45

کابل (پژواک، ۱۷ مرغومی ۹۹: د افغان دولت او طالبانو ترمنځ دسولې خبرو اترو د دویم پړاو مقدماتي ناسته ترسره شوه.

افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو مرکچي پلاوي په قطر کې له اتیا ورځو بحثونو وروسته د سولې خبرو پر تګلاره هوکړه وکړه او بیا یې له مشرانو سره د سلا مشورو لپاره درې اوونۍ رخصت وکړ.

ټاکل شوې وه، چې دویم پړاو خبرې پرون پیل شوې وای، خو د هوا دخرابوالي له امله د افغان دولت دپلاوي سفر یوه ورځ وځنډید او پرون دوحې ته ورسید.

د طالبانو دقطر دفتر ویاند ډاکتر نعیم د مرغمومي په ۱۷مه، ماخوستن مهال په ټویټر کې لیکلي، چې نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتو د دواړوړ لوريو تر منځ د مذاکراتو دويم پړاو د يوې مقدماتي ناستې په ترڅ کې پيل شو.

هغه زیاته کړې، په دې ناسته کې پريکړه وشوه چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د دواړو لوريو له خوا د اجنډا د موضوعاتو څېړلو لپاره ټاکل شوي ټيمونه په خپل کار پيل کوي.

د افغان دولت مذاکراتي ټیم لخوا هم په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن مقدماتي ناسته شوې او د شنبې په ورځ به پر ایجنډا خبرې کیږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.