ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د غزني اوسېدونکي: طالبانو له خلکو غوښتي چې دولتي دندې پرېږدي

author avatar
6 Jan 2021 - 11:58
author avatar
6 Jan 2021 - 11:58

غزني ښار(پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، وسله والو طالبانو په خلکو ټينګار کړى چې د پوهنې او عامې روغتيا له برخو پرته نورې دولتي دندې پرېږدي.

بل لورته طالبان وايي چې دوى خلک نه دي ګواښلي يواځې غوښتنه يې ترې کړې چې د کابل له حکومت سره همکاري بنده کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني ښار د پيرزادي سيمې اوسېدونکي لعل محمد پژواک ته وويل چې طالبانو د دوى د سيمې خلک د دولتي دندو پر پرېښودلو ګواښلي دي.

هغه وايي: ((طالبانو خلکو ته ويلي که حکومتي دندې پرې نه ږدي و به وژل شي، څو ورځې وړاندې طالبانو يو اجير دولتي مامور په يوه چريکي بريد کې

وواژه او د نورو کسانو د وژلو وېره هم شته دى.))

نوموړي ديوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې طالبانو مخامخ هم خلکو ته ويلي او په جوماتونو کې يې اعلان هم کړى چې دولتي دندې بايد پرېښودل شي.

همدرانګه د غزني ښار د قلاتي سيمې اوسېدونکي محمد انور پژواک ته وويل، طالبانو د دوى د سيمې په جومات کې اعلان کړى چې د پوهنې او عامې روغتيا له برخو پرته نور خلک بايد له حکومت سره کار کول بند کړي.

هغه زياتوي، طالبانو خلکو ته ګواښ کړى، که چيرې دغه غوښتنه يې عملي نه کړي تر بريد لاندې به يې راولي.

بل لورته مدني فعال محمد اکرم پژواک ته وويل چې ده هم د خلکو له خولې ورته څرګندونې اورېدلې دي.

هغه وايي: ((په تېرو څو ورځو کې د مستوفيت دوه کارکوونکي و وژل شول، د محکمې يو مامور و وژل شو، شايد نور کسان هم وژل شوي وي.))

ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې دغه شان مسايل جدي ونيسي او د خلکو امنيت تامين کړي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د والي وياند واحدالله جمعه زاده پژواک ته وويل چې طالبان د دغه شان شايعاتو په خپرولو سره غواړي د خلکو په منځ کې وېره خپره کړي.

ده وويل: ((تر اوسه رسمي موږ ته خلکو داسې کوم شکايت نه دى کړى، خو زموږ کشفي ارګانونه کوښښ کوي چې دغه موضوع جدي تعقيب او پيدا يې کړي او بله دا که طالبان وغواړي بيا هم نه شي کولاى چې خلک له دولتي دندو منع کړي.))

بل لورته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په دې وروستيو کې په دې اړه خلکو ته څه نه دي ويل شوي او نه هم کوم ګواښ ورته شوى دى.

ده وويل چې څه موده وړاندې د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېسيون له خلکو غوښتنه کړې وه چې د کابل له حکومت سره همکاري پرېږدي.

د يادونې ده چې په تېره يوه اوونۍ کې په غزني کې د يوه خبريال ترڅنګ شپږ حکومتي کارکوونکي د هدفي بريدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.