ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې خلکو د دوو کسانو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ

author avatar
6 Jan 2021 - 16:12
author avatar
6 Jan 2021 - 16:12

ګردېز (پژواک، ۱۷ مرغومى ۹۹): د پکتيا ولايت د احمدابا ولسوالي ګڼ شمېر اوسېدونکو د امنيتي ځواکونو له خوا د دوه تنو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون وکړ او په دې اړه يې د سپيناوي غوښتنه وکړه.

دوی د وژل شويو کسانو مړي ولايت مقام ته راوړي وو او د احتجاج په ډول يې د ګردېز ــ کابل لويه لاره د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.

خلک وايي چې دا کسان تېره شپه د يادې ولسوالي په غړک سيمه کې وژل شوي او ادعا کوي چې بې ګناه وو.

د وژل شويو کسانو مشر ورور سيالبت وايي چې تېره شپه يې پر کور امنيتي ځواکونو عملیات کړي او د ده دوه وروڼه يې وژلي، چې په خبره يې يو ښوونکی او بل يې د پکتيا پوهنتون د درېيم ټولګي محصل و.

سيالبت وويل: ((دا دې راته ثابته کړي چې طالبان، داعش يا ګناهکار و؛ زما وروڼه بېګناه و، دا يې د پوهنتون او معلمۍ اسناد دي. دا سرته ولاړ يې ماشومان دي، زه دوی ته څه ووايم؟ موږ سره ولې داسې کيږي؟ تر کله به بېګناه وژل کيږو. اخر ولې؟.))

د سيالبت ګاونډي خان ګل وويل چې ياد کسان بې ګناه و او نيوکه کوي چې خلکو ته د دوی وژل کېدو په اړه هېڅ ملکي يا نظامي ارګان ځواب نه وايي.

ګل زياته کړه: ((دا پېښه په هېڅ ډول نه شي توجيه کېدلی، د دوی يتيمان پاتې شول. د حکومت هر عمل بايد دقيق او سم وي. زه دا جنايت بولم.))

د احمدابا ولسوالۍ يو قومي مشر حاجي شينواری نيوکه کوي چې دولت دې په صحرايي ډول د تورنو د وژلو پر ځای د هغوی له محاکمې وروسته مجرمانو ته قانوني سزا ورکړي.

نوموړي وويل: ((هېڅ انسان له جرم او خطا خلاص نه دی، که احيانا څوک تورن يا مجرم هم وي، نو دولت خو محکمه لري، محاکمه دې يې کړي او بيا دې ورته سزا ورکړي. دا کار جنايت دی.))

د پوليسو د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ رسنيز دفتر بيا په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې تېره شپه يې په احمدابا ولسوالۍ کې د ځانګړو عملياتو پر مهال د نشه يي توکو د پروسـس پنځه فابريکې له شاوخوا ۴۰ ټنه چرسو او نشه يي توکو سره له منځه وړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې په عملياتو کې دوه تنه هم د جګړې پر مهال وژل شوي.

په دغې خبرپاڼه کې د لاريون کوونکو ادعا دروغ بلل شوې ده.

بل لورته د پکتيا والي محمدحليم فدايي هم د پوليسو د ځانګړو ځواکونو اعلاميه تاييدوي او وايي چې د پېښې د کره څېړنې لپاره يې د عدليې د رييس په مشرۍ يو کمېسيون ټاکلی دی.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.