ژبه

هلمند کې د ترافيکې پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي

لښکرګاه (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۳): هلمند کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د سنګین دوراهي سیمه کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوې ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د دغه ولایت د سنګین دوراهي سیمه کې د کندهار - هرات پر لویه لار درېیو موټرو ټکر کړی چې په کې دوه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.

راشد زیاته کړه چې ټپیان د مسوولینو له لوري روغتون ته لېږدول شوي دي.

سرچینې د مړه شوو او ټپیان د هویت او د موټرو د نوعیت په اړه معلومات ور نه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه په غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله واوښته او تېره ورځ پروان کې هم د یوې ترافیکي پېښې له امله یو شمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه.

ورته موضوع