ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

[my_news_ticker]

د کورنيو چارو وزارت له خوا د پوليسو، خلکو او منبر پروګرام پيل شو

author avatar
6 Jan 2021 - 16:35
author avatar
6 Jan 2021 - 16:35

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩) : د کورنيو چارو وزير مسعود اندرابي وايي ، د دغه وزارت د هرې کچې کارکوونکي چې د فساد ضد مبارزه کې غفلت وکړي، له دندې لرې کېږي.

د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پوليسو، خلکو او منبر برنامو لړۍ د کورنيو چارو د وزير محمدمسعود اندرابي، د هېواد د څلور دېرشو ولايتونو د علماوو شورا مشرانو، د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د لوی رييس، د عمريه مدرسې د مشر، متنفذينو او د کابل ښار د څلورمې ناحيې د ګذر وکيلانو په حضور کې د حضرت زکريا په جامع جومات کې پيل شوې.

سرچينې زياته کړې، د دې برنامو حاضرو عالمانو د کورنيو چارو د وزير د دې طرحې د هرکلي ترڅنګ وويل چې د پوليس او منبر برنامه د پوليسو او عالمانو تر منځ د اړيکو د ټينګولو سيده لاره ده او له دې کړنې يې ستاينه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، دوی د جرم پديدې پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د خلکو د بسيج په پار – عالمانو ته د مخه کولو له امله د کورنيو چارو وزارت د مشرتابه له ملاتړه مننه وکړه او له خپلو امنيتي ځواکونو سره يې د هر ډول همکارۍ ټټر وواهه.

سرچينې ويلي، د يادې کتنې په لړ کې د کورنيو چارو وزير محمدمسعود اندرابي د خلکو او پوليسو تر منځ پر همغږۍ په تېره بيا د عالمانو د نقش په تړاو خبرې وکړې او د امنيت د ټينګښت او همداراز د جرمونو پر وړاندې د مبارزې په برخو کې يې د هېواد د ديني عالمانو نقش مهم ياد کړ.

اندرابي جوماتونه د فکر او ټولنيزو اخلاقو د پراختيا ځای ياد کړ او ويې ويل چې د پوليسو او عالمانو تر منځ به دوامداره اړيکه رامنځته شي او د وضعيت د ښه والي په برخه کې به د دوی له ګټورو سلا مشورو د پام وړ ګټه واخيستل شي.

د يو بل خبر له مخې، مسعود اندرابي د کورنيو چارو وزارت له مرستيالانو او رييسانو سره د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې ځانګړې ناسته کړې ده.

اندرابي په دې ناسته کې ويلي، چې د امنيت دتامين ترڅنګ د پوليسو د قربانيانو کورنيو او معلول شويو پوليسو ته رسيدګي يې د کارونو په لومړيتوبونو کې دي.

هغه زياته کړه، هر څوک چې په هره کچه وي چې د پوليسو حقوقو او فساد سره مبارزه کې غفلت وکړي، له دندې لرې کېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.