ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“حیرتان بندر کې د واردېدونکو توکو تخلیې د ځای ستونزو به ژر حل شي”

author avatar
7 Jan 2021 - 16:53
author avatar
7 Jan 2021 - 16:53

کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۹۹): د افغانستان د اورګاډي ملي ادارې مسوولين وايي، هڅه کوي په نږدې وخت کې په حيرتان بندر کې د واردېدونکو موادو تخليې برخه کې شته ستونزې حل کړي.

د اورګاډي ادارې مرستيال ميرويس ميرزکوال پژواک اژانس ته وويل چې په همدې تړاو يې روانه اوونۍ بلخ ته سفر هم کړی و.

هغه زياته کړه چې هره ورځ له ازبکستانه حيرتان بندر ته له ۲۵۰ تر ۳۰۰ پورې واګونونه مواد راځي خو په بندر کې يواځې د ۱۵۰ واګونونو د تخليې ظرفيت موجود دی.

ميرزکوال زياتوي چې اوس د اورګاډي ملي ادارې هڅې پيل کړې چې حيرتان کې د واردېدونکو موادو د تخليې ظرفيت ۳۰۰ واګونو ته لوړ کړي.

نوموړي وويل: ((د بلخ له والي، سوداګرو او د حيرتان بندر مسوولينو سره مې په همدې تړاو ناسته درلوده او په دې مو موافقه وکړه چې د موادو د تخليې شته ظرفيت کم دی او بايد لوړ شي.))

د اورګاډي ملي ادارې مرستيال همدا راز وويل چې ازبکستان هېواد هم په دې تړاو اندېښنه لري او غوښتنه يې دا ده چې په حيرتان کې بايد د تخليې او بارګيرۍ ظرفيت لوړ شي.

د بلخ سوداګرۍ خونه هم وايي چې د وارد شوو موادو د تخليې ظرفيت نه شتون، سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د بلخ سوداګرۍ خونې اجرائيوي مرستيال محمد حسن انصاري پژواک ته وويل چې له ډېر وخت وړاندې سوداګر له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.

نوموړي وويل چې په بندر کې د واردېدونکو توکو د تخليې ټيټ ظرفيت له امله د سوداګرو اموال په اوونيو اوونيو په واګون کې بار پاتې کېږي چې له امله يې سوداګر له اقتصادي زيانونو سره مخ دي.

هغه غوښتنه کوي چې مرکزي حکومت بايد دې ستونزې ته په عاجل ډول رسېدنه  وکړي.

افغان سوداګر نادر ساپي پژواک ته وويل چې دمګړۍ حيرتان بندر کې د پولې دواړو اړخونو سلګونه واګونونه په توکو بار ولاړ دي.

هغه زياته کړه: ((کله چې تجار اموال را واردوي؛ نو د بازار اړتيا ته په کتو يې راوړي، خو کله چې هلته په واګون کې پاتې شي نو ښکاره خبره ده، چې يو شمېر يې تاريخ تېره کېږي او ځيني نور يې له کاره لوېږي.))

د هغه په خبره، که حيرتان بندر کې ياده ستونزه حل شي؛ نو ورسره به د اورګاډي له لارې د افغانستان او منځنۍ اسيا ترمنځ سوداګري هم وده وکړي.

بلخ ولايت مقام هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په حيرتان بندر کې د موادو تخليې برخه کې شته ستونزې يې درک کړي او د حل لپاره يې کار کوي.

د اعلاميې په يوه برخه کې د بلخ د والي فرهاد عظيمي له خولې ويل شوي: ((موږ د واګونونو د تراکم برخه کې رامنځته شوې ستونزه، د ازبکستان له ځانګړي استازي سره شريکه کړ ې ده او په دې برخه کې شته ستونزې به ژر حل شي.))

د افغانستان د اورګادي ملي ادارې مرستيال وايي چې له ازبکستانه د اورګاډي په وسيله، ارتزاقي مواد، تېل، اوسپنه او يو لړ نور توکي افغانستان ته واردېږي.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.