ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو: له افغانستانه وتل او نه وتل دواړه خطر لري

author avatar
7 Jan 2021 - 11:45
author avatar
7 Jan 2021 - 11:45

کابل (پژواک، ١٨ مرغومى ٩٩): د ناټو سازمان سرمنشي وايي چې په افغانستان کې پاتې کېدل او ترې وتل دواړه خپل خطرونه لري.

د ناټو سازمان سرمنشي جينز سټولټنبرګ دا څرګندونې پرون په جرمن پارلمان کې د کرسچین سوشل یونین ګروپ ته د ويډيو له لارې وينا کې کړې دي.

هغه زياته کړې چې ۲۰۲۱ کال نه یواځې د کرونا ویروس، بلکې په افغانستان کې د دغه سازمان ماموریت په ګډون د مختلفو امنیتي ننګونو په دلیل ځانګړی اهمیت لري.

دى وايي: “۲۰۲۱ کال د ناټو لپاره ډېر مهم دی؛ ځکه په افغانستان کې د خپل شتون په اړه باید پرېکړه وکړو. ”

د ناټو عمومي سرمنشي د افغانستان جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې مذاکراتو دويم پړاو د پيلېدو هرکلی وکړ او ویې ویل چې دغه مذاکرات سولې ته د رسېدو او د سیاسي تفاهم له لارې د جګړې پای ته رسېدو یواځېنۍ لار ده.

دا په داسې حال کې ده چې د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو لومړۍ مقدماتي ناسته پرون ماښام ترسره شوه.

سټولتنبرګ له افغانستانه د ناټو ځواکونو وتلو او يا نه وتلو په هکله وويل چې دغه سازمان په سخت موقف کې دی.

هغه وویل: “راتلونکې میاشت د ناټو غړو هېوادونو د دفاع وزیران غونډه کوي او هغوی باید پرېکړه وکړي چې ایا خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي او په اوږمهاله پوځي شتون کې د ګير پاتې کېدو خطر ومني يا هم دا چې [افغانستان] خوشی کړي او د نړیوالو ترهګرو پر ځاله باندې د هغه د بیا بدلېدو خطر ومني. ”

خو د ناټو عمومي منشي ټينګار کړی، تر ټولو مهمه دا ده چې افغانستان یو ځل بیا نړیوالو ترهګرو ته پر امن ځای بدل نه شي.

هغه له امریکا سره په موافقه کې د طالبانو ژمنې ته په اشارې وویل، طالبان باید خپلې اړیکې د القاعده شبکې په ګډون له نړیوالو ترهګرو سره وشلوي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.