ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز کې نهه سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
8 Jan 2021 - 14:46
author avatar
8 Jan 2021 - 14:46

کندوز ښار (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٩): په کندوز کې امنيتي سرچينې وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله پنځه سرحدي پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

په کندوز کې يوې امنيتي سرچينې د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په چهل کپې سيمه کې د سرحدي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې پنځه پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.

سرچينه زياتوي چې په دغه جګړه کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.

دغه راز د کندوز د ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي پژواک ته وويل چې په دغه بريد کې پنځه سرحدي پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

ده وويل: ((دغه سيمه شيرخان بندر ته ډېره نږدې سيمه ده، هلته سرحدي پوليس وژل شوي چې دا شيرخان بندر لپاره يو لوى ګواښ دى.))

بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو تېره شپه د امام صاحب ولسوالۍ په چهل کپې سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٣ سرحدي پوليس او يو طالب وژل شوي خو د حکومتي ځواکونو  ډېره وسله د طالبانو لاسته ورغلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه شپه هم په کندوز کې د طالبانو د بريد له امله ١٢ امنيتي سرتيري وژل شوي او درې نور ټپيان شوي وو.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.