جلال اباد (پژواک ۱۹ مرغومی ۹۹): ننګرهار کې د اقراء برنامې له لارې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت ۴۵ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې.
مسوولين وايي، دا ودانۍ د ننګرهار ۱۲ ولسواليو کې جوړې شوي چې ۳۵ زره زده کوونکي به ترې ګټه واخلي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل چې پرون د ولسمشر محمد اشرف غني په حضور کې د کلیو د پراختیا سرپرست وزیر مجیب الرحمن کریمي له لوري د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي ته د ۴۵ جوړو شويو ښوونځيو اسناد وسپارل شول.
هغ زياته کړه د ښوونځيو دا ودانۍ د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء برنامې په چوکاټ کې د ننګرهار په ۱۲ ولسوالیو کې جوړ شوي چې په جوړو شویو ودانیو کې ۳۵ زره زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.
خوږياڼی وايي، د دغو ودانيو په جوړولو کې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او شاوخوا يوه کال کې جوړې شوې دي.
د والي وياند وايي، تر دغو ۴۵ ودانيو ورهاخوا د اقراء برنامې له لار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۱۷ نورو ښوونځیو ته د ودانیو پر جوړولو هم کار روان دی.
ولسمشر محمد اشرف غني پرون د يو پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته د دغه ولايت د امنيتې او نورو حالاتو د ارزونې په موخه ورغلى و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP