ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار کې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت ۴۵ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې

author avatar
8 Jan 2021 - 09:36
author avatar
8 Jan 2021 - 09:36

جلال اباد (پژواک ۱۹ مرغومی ۹۹):  ننګرهار کې د اقراء برنامې له لارې د ۱۸۰ ميليونه افغانيو په لګښت ۴۵ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې.

مسوولين وايي، دا ودانۍ د ننګرهار ۱۲ ولسواليو کې جوړې شوي چې ۳۵ زره زده کوونکي به ترې ګټه واخلي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د مرغومي په ۱۹مه پژواک اژانس ته وويل چې پرون د ولسمشر  محمد اشرف غني په حضور کې د کلیو د پراختیا سرپرست وزیر مجیب الرحمن کریمي له لوري د پوهنې وزارت سرپرستې رنګینې حمیدي ته د ۴۵ جوړو شويو ښوونځيو اسناد وسپارل شول.

هغ زياته کړه د ښوونځيو دا ودانۍ د ولسي تړون ملي پروګرام د اقراء برنامې په چوکاټ کې د ننګرهار په ۱۲ ولسوالیو کې جوړ شوي چې په جوړو شویو ودانیو کې ۳۵ زره زده کوونکو ته د زده کړو اسانتیاوې برابرې شوې دي.

خوږياڼی وايي، د دغو ودانيو په جوړولو کې ۱۸۰ میلیونه افغانۍ لګښت شوی او شاوخوا يوه کال کې جوړې شوې دي.

د والي وياند وايي، تر دغو ۴۵ ودانيو ورهاخوا د اقراء برنامې له لار په بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۱۷ نورو ښوونځیو ته د ودانیو پر جوړولو هم کار روان دی.

ولسمشر محمد اشرف غني پرون د يو پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته د دغه ولايت د امنيتې او نورو حالاتو د ارزونې په موخه ورغلى و.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.