ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح: د یوسف رشید او یوه پیلوټ وژنو په تړاو درې کسان نیول شوي

author avatar
9 Jan 2021 - 14:46
author avatar
9 Jan 2021 - 14:46

کابل (پژواک،۲۰ مرغومی ۹۹): د ولسمشر لومړی مرستیال خبر ورکوي چې په افغانستان کې د ازادو ټاکنو بنسټ د اجرائیوي رییس یوسف رشید او یوه پیلوټ د وژنې په تړاو درې کسان نیول شوي دي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرایوي رییس یوسف رشید د روان کال د مرغومي په درېیمه په یوه وسله وال برید کې له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای او د افغانستان هوايي ځواکونو پیلوټ غلام دستګیر تېره پنجشنبې (د مرغومي ۱۸ مه) په کابل ښار کې وژل شوي دي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، له هغو درېیو کسانو چې په مستقیم ډول د یوسف رشید په وژنه کې ښکېل او تثبیت شوي وو، دوه یې نیول شوي دي.
د نوموړي په خبره، په دې اړه به جزئیات ملي امنیت او د کورنیو چارو وزارت خپاره کړي.
خو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، نیول شوي درې کسان او نور چې په دې قضیه کې لاس لري، د امنیتي سرتېرو تر تعقیب لاندې دي.
صالح لیکلي: ((یوه قاتل د درس په پلمه ځان د یوسف خان د زوی ټولګیوال جوړ کړی و، څو له دې لارې ټول پروګرام بشپړ کړي. د طالبانو اړوند کوچنۍ ترهګره ډله ده چې په لوګر کې د مسلمیار «تر مستعار نوم» لاندې فعالیت کوي. کله مې چې د قاتلانو اعترافونه ولیدل، له ځان سره مې وویل، اې خدایه… دا څو کسان چې د انسانیت هېڅ بوی نه لري، په دې شیطان ډوله سر او صورت وتوانېدل له موږ څخه یو شخصیت واخلي. هیله ده چې د دوسیې له بشپړېدو وروسته دغه قاتلان هم اعدام شي.))
هغه د پولیسو اوومې حوزې له منسوبینو، په ځانګړې توګه د حوزې له امره مننه او قدرداني کړې او ویلي یې دي: ((د ساحې وضعیت او د ترهګرو هستې ته د لاسرسي په اړه مې یې تشريحات واورېدل، خارق العاده کار یې کړی، د طالب وجدان ــ که یې لري، باید زموږ د هېواد د مدني فعالانو د وینې له تویېدو ولړزېږي او خراب شي، دغه ډول وجدان د ژوندي کېدو او بیاجوړېدو وړ نه دی، د ناحقه وینې تویولو پایله په دنیا کې د قاتل رسوايي او په اخرت کې جزا ده.))
دا په داسې حال کې ده چې پر یوسف رشید د برید مسوولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی او طالبانو ویلي چې د دوی موخې مشخصې «د دښمن نظامي هستې او کسان» دي، خو خبریالان، مدني فعالان او نور سیاسي کسان د دوی په نظامي موخو کې نه دي شامل.
صالح زیاته کړې، د هېواد هوايي ځواک پیلوټ جګړن غلان دستګیر د وژلو په تور د حبیب پّ نوم یو کس چې پر غورځنګ مشهور دی نیول شوی دی.
هغه ویلي: ((د حبیب په نوم قاتل له کوره هماغه بې غږه تومانچه چې جګړن غلام دستګیر یې پرې شهید کړی و، ترلاسه شوې ده. د قاتل په موبایل کې د شهید انځورونه هم ترلاسه شوي چې یاد کس ته د دې لپاره ورکړل شوي وو چې په هدف کې تېروتنه ونه کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې ناپېژندو وسله والو تېره اوونۍ په کندهار کې هم یو پیلوټ وواژه.
د ولسمشر لومړي مرستیال لیکلي: ((د پیلوټانو په نښه کول د طالبانو بادارانو یو ستراتيژیک پروګرام دی چې غواړي افغانستان ستراتیژيکې لاسته راوړنې ونه لري او هماغه د ملانصرالدین نظام چې په هره برخه کې ګاونډي ته اړ وي، یو ځل بیا رامنځته کړي. هېڅکله به دغه باطل ارمان ته ونه رسېږي.))
د یادونې ده، په دې وروستیو کې د مدني فعالانو او خبریالانو د ترور پېښې زیاتې شوې او په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې اووه خبریالان او یو شمېر مدني فعالان وژل شوي دي.
ملي امنیت د خبریالانو د ترور قضیو د پنځو عاملانو نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي، د درېیو نورو قضیو ريښې یې هم ترلاسه کړې دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.