ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يوه رستورانټ مالکه: د سولې له ټينګښت سره به مې کاروبار وده وکړي

د يوه رستورانټ مالکه: د سولې له ټينګښت سره به مې کاروبار وده وکړي

author avatar
11 Jan 2021 - 08:32
د يوه رستورانټ مالکه: د سولې له ټينګښت سره به مې کاروبار وده وکړي
author avatar
11 Jan 2021 - 08:32

مزارشريف ( پژواک، ۲۲ مرغومی، ۹۹) د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د يوه رسټورانټ مالکه مېرمن تمه لري چې د سولې په راتلو سره به يې کاروبار وده وکړي او وبه غوړېږي.

زهرا ابراهيمي په اداره او عامه پاليسۍڅانګه کې لوړې زده کړې کړي او له څه باندې يو کال راهيسې يې د مزارښار درېيمې ناحيې په مربوطاتو کې د (يونېک) په نوم رستورانټ جوړ کړی دی.

خو نوموړې وايي چې وروستيو جګړو، نا امنيو او په ښار کې د جنايي جرمونو زياتوالي ان د دې د رستورانټ پر چارو منفي اغېزه کړې ده.

هغه هيله لري چې د بين الافغاني خبرو دويم پړاو کې به پر سولې توافق وشي چې ورسره به د دې کاروبار هم وده وکړي.

يونېک رستورانټ په مزارشريف کې د فسټ فوډ، بولاني، قهوې او چای خوړلو او څښلو لپاره نسبتا مناسب او ارام ځای يادېږي چې ډېر کله ځوانان، نجونې او حتی د پاخه عمر لرونکي کسان ورته مراجعه کوي.

دغه رستورانټ څه باندې يو کال وړاندې د زهرا ابراهيمي په نوم يوې مېرمنې له خوا جوړ شو؛ چې شاوخوا څلور زره امريکايي ډالره پرې پانګونه شوې ده.

ځوانه زهرا ابراهيمي د خپل رستورانټ د مديريت پر څوکۍ ناسته وي او هر څه له نږدې څخه څاري.

دغه مېرمن، چې تور ټيکری او سور رنګه چمپر يې پر تن و او د ښي لاس په بټه ګوته يې د سترګو عينکې سمولې، له روغبړ او ښه راغلاست ويلو وروسته يې ځان راوپېژاند چې د رستورانټ مالکه ده.

زهرا ابراهيمي پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د لوړو زده کړو له بشپړولو وروسته ورته دا انګيزه پيدا شوه، چې خپل شخصي کاروبار بايد ولري.

هغې زياته کړه: “تل دا فکر راسره و، چې څرنګه به وکولای شم چې خپل ازاد کاروبار ولرم، څوک مې پر سر رييس نه وي او زه خپله د خپل ژوند اړتياوې له مشروع لارو پوره کړای شم، همدا و چې د رستورانټ جوړېدو انګيزه راته پيدا شوه او د کورنۍ او ملګرو په مرسته مې د دې کار لپاره اقدام وکړ.”

نوموړې وايي، په پيل کې يې کورنۍ د دې له رستورانټ جوړولو سره مخالفه وه؛ خو زياته يې کړه چې له ډېرو هڅو وروسته يې هغوی ته قناعت ورکړ او ورسره ويې منله.

مېرمن ابراهيمي وويل، چې د رستورانټ فعالولو په لومړيو وختونو کې له لوی مالي زيان سره مخ شوه، خو زياتوي چې خپله اراده يې له لاسه ورنه کړه او بالاخره بېرته له مالي اړخه پر خپلو پښو ودرېده.

د هغې په وينا، څه باندې يو کال مخکې يې رستورانټ پرانيست؛ دوه اوونۍ نه وې تېرې شوې، چې مزار ښار د کرونا ويروس له امله قرنطين شو او د دې رستورانټ هم وتړل شو.

د يونېک رستورانټ څښتنه مېرمن زهرا وايي: “په پيل کې له مالي زيان سره مخ شوم، خو پر شا نه شوم او خپلو هڅو ته مې دوام ورکړ، بالاخره مې له درې مياشتني قرنطين وروسته بېرته خپل رستورانټ پرانيست او فعاليت مو پيل کړ.”

په رستورانټ کې له مېلمه پالنې ور اخوا زهرا ابراهيمي په مزارشريف کې مدني او ټولنيز فعاليتونه هم کوي.

هغه وايي، اوس د سولې اړوند موضوعات په جدي ډول تعقيبوي او غواړي چې د بين الافغاني مذاکراتو د هر ګام له پرمختګونو او خنډونو څخه خبره وي.

نوموړې، په داسې حال کې چې د خپل رستورانټ پر دېوال ځړېدلې يوې هنري تابلو ته يې په ځير ځير کتل، پژواک ته يې وويل، د سولې روانې پروسې ته هم خوشبينه ده او هم کله کله ترې وېرېږي.

مېرمن زهرا وايي: “موږ ټول بايد د سولې روانې پروسې ته خوشبينه واوسو، زه هم ډېره خوشاله يم چې بالاخره حکومت او طالبان خپل منځ کې خبرو ته سره کېناستل؛ خو د دې تر څنګ کله کله و وېرېږم چې هسې نه خدای مکړه افغانستان د شلو کلونو پخواني حالت ته ور وګرځي.”

زهرا ابراهيمي وايي، چې وروستيو جګړو، نا امنيو او په مزار ښار کې د جنايي جرمونو زياتوالي يې په کاروبار ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه اوس تمه لري چې د بين الافغاني مذاکراتو په دويم پړاو کې به پر سولې او اوربند توافق وشي، چې ورسره به د دې کاروبار هم وده وکړي.

د زهرا په خبره، د چاودنو او مرموزو وژنو له امله په ښار کې د خلکو ګڼه ګوڼه او ګرځېدل را ګرځېدل د پخوا په پرتله کم شوي؛ نو ځکه په وروستيو مياشتو کې د دې رستورانټ هم خپل يو شمېر مشتريان له لاسه ورکړي دي.

نوموړې وايي: “پخوا چې وضعيت لږ ښه و، نو د رستورانټ ګټه وټه هم ښه وه، زه خپله به سهار اته بجې رستورانټ ته راغلم او شپې نهه بجې به کور ته تلم؛ خو اوس يواځې څو ساعته د ورځې رستورانټ کې يم، کورنۍ راسره په تشويش وي چې هسې نه په رستورانټ مې غله چاپه ووهي او يا ماته څوک زيان ورسوي.”

د يونېک رستورانټ څښتنه دا غوښتنه هم کوي، چې په بين الافغانی مذاکراتو کې د افغانستان د تېرو دوه لسيزو لاسته راوړنې، فردي ازادي او د ښځو حقونه بايد خوندي شي او معامله پرې ونه شي.

د هغې په وينا، ځينې ارزښتونه شته، چې د مذاکراتو په جريان کې بايد دواړه لوري ورته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مېرمن زهرا زياتوي، ټول افغانان نور له روان تاوتريخوالي، وژنو او بريدونو څخه ستړي شوي او د تلپاتې سولې هيله لري.

نوموړې غوښتنه کوي چې له ټولو لومړی بايد د مذاکراتو اړخونه پر يوه داسې اوربند هوکړه وکړي، چې په کې د افغانانو سر او مال خوندي شي.

زهرا ابراهيمي هيله منده ده چې که سوله او امنيت ټينګ شي نو دا پلان لري چې خپل کاروبار پراخ کړي، څو لسګونو نورو مېرمنو ته هم د کار زمينه برابره شي.

د مزارشريف د ښځو د حقونو يوه فعاله نګينه مايج چې يونېک رستورانټ ته د قهوې څښلو لپاره راغلې وه، پژواک ته وويل، چې دغه رستورانټ ته په راتلو سره ځان راحت او ډېر خوندي احساسوي، ځکه په وينا يې چې چلوونکې يې يوه مېرمن ده.

مېرمن مايج هم تمه لري، چې بالاخره روانه جګړه د خبرو له لارې پای ته رسېږي.

خو هغه وايي چې د مذاکراتو ټول اړخونه او په ځانګړی ډول طالبان بايد د افغاني ټولنې شته واقعيتونه ومني او د هغو په نظر کې نيولو سره سوله وکړي.

دې زياته کړه: “موږ افغان ښځې هماغه حقوق غواړو، چې اسلام او قانون راکړي، له دې پورته توقع نه لرو، هيله مو دا ده چې د سولې په روانو مذاکراتو کې د ښځو پر حقونو معامله ونه شي، که داسې وشول، دا به بيا يوه بشپړه او ټولمنلې سوله نه وي.”

په ورته مهال بلخ کې د افغان ښځو شبکې مسووله مېرمن معصومه رحيمي وايي، چې خلک په هېواد کې د يوې عادلانه سولې راتلو ته هيله من دي.

هغې پژواک ته وويل، چې د بين الافغاني مذاکراتو دويم پړاو پيلېدل ښه زېری دی؛ خو زياته يې کړه چې تر هر څه لومړی بايد پر يوه سراسري اوربند توافق وشي.

هغې همدا راز له افغان حکومت او د سولې له مذاکراتي پلاوو وغوښتل چې په دوحه کې د روانو بحثونو په اړه له افغانانو سره معلومات شريک کړي.

Visits: 204

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.