ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شنونکي: پاکستان د افغان حکومت پر ځاى له سياسي ډلو سره اړيکې پالي

شنونکي: پاکستان د افغان حکومت پر ځاى له سياسي ډلو سره اړيکې پالي

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٩): د سياسي چارو يو شمېر شنونکي پاکستان ته د کريم خليلي د سفر په اړه وايي، اسلام اباد تل په خپل سیاست کې د افغانستان حکومت او نظام پر ځاى د دغه هېواد له ډلو او اشخاصو سره اړیکې پاللې دي.

د حزب وحدت اسلامي مشر او د سولې شورا پخوانى رييس محمد کريم خليلي د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته تللى، هغه پرون د پاکستان د پوځ له مشر جنرال باجوه، لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او د ملي شورا له رييس اسد قيصر سره ليدلي دي.

د رسمي خپرو شوو خبرپاڼو له مخې، په دې ليدنو کتنو کې د دواړو هېوادونو پر اړيکو او سولې پروسې خبرې شوې دي.

په پاکستان کې پخوانى افغان ډيپلومات او د سياسي چارو کارپوه زردشت شمس وايي، داسې ښکاري چې افغان حکومت خپل واک په بشپړه توګه له لاسه ورکړى دى.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په داسې رسمي ليدنو کتنو کې بايد د افغانستان سفير او يا هم د بهرنيو چارو وزارت استازى واى، خو د خليلي په ليدنو کتنو کې دوى نشته.

ده زياته کړه، داسې لیدنې یوازې له برحال او رسمي دولتي چارواکو سره ترسره کېږي.

د شمس په وينا، حکومت نه پر کريم خليلي دا منلی شي چې په داسې رسمي لیدنو کې باید د هېواد سفیر درسره مل وي او نه هم د پاکستان مخه نيولی شي.

نوموړي وايي چې کريم خليلي يو سياسي شخص دى، اړتيا څه وه چې په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکز ته ولاړ شي او له جنرال باجوه سره وویني.

د هغه په وينا، پاکستان غواړي له قومي ډلو سره ځانګړې ناستې وکړي، هزاره او تاجکو سره جلا جلا غوندې ولري، د پښتنو برخه يې هسې هم طالبانو ته ورکړې ده.

د سياسي چارو کارپوه سيد شاه سقيم بيا وايي چې پاکستان له لسیزو راهیسې په افغانستان کې د نظام او حکومت پر ځای پر ډلو، ټپلو او ځينو اشخاصو تکيه کړې ده.

د هغه په وينا، دوى وخت ناوخت ځيني سياسي مشران په انفرادي توګه ور غواړي او هلته یې تر موقف لوړ پروتوکول ورکوي.

سقيم پژواک ته وويل، پاکستان ته د کريم خليلي سفر د هماغو سفرونو لړۍ يوه کړۍ ده چې په وروستيو کې طالبانو، حکمتيار او ځينو نورو وکړل.

ده زياته کړه، پاکستان له دغسې سفرونو تل تمه لرلې چې د افغانستان نظام او حکومت کم ارزښته وښيي او يا يې حاشيې ته کړي.

دى وايي: ((زما په نظر په دې سفر کې یو بل ټکی مهم دی او هغه د افغانستان لپاره د موقت حکومت خبره ده. زه خبر شوی یم چې څو ورځې وړاندې د زلمي خليلزاد په فرمایش ځيني جهادي مشران او سياسیون د استاد سیاف کور ته ور غوښتل شوي وو چې د افغانستان لپاره پر موقت حکومت خبرې وکړي.))

د هغه په وينا، له دې غونډه مخکې محمد محقق د خليلي کور ته ځي او هغه هم منع کوي چې دغې جلسې ته ور نه شي. محقق پر دې ټینګار کوي چې موقت حکومت د دوی او پلویانو په ګټه يې نه دی او باید ولسمشر له ټولو ستونزو، کشالو او مشکلاتو سره تر راتلونکو ټاکنو وزغل شي.

خلیلي هم دا خبره مني او ولسمشر چې سبا خبرېږي محقق ته د ارشد سلاکار بست او د امنیت شورا په جلسو کې د ګډون برخه د یوه شاباسي په توګه ورکوي.

ده زياته کړه: ((زه پر دې باور لرم چې له خليلي صاحب سره به د پاکستانیانو د ليدنو اجنډا همدا تحريم شوې جلسه، مؤقت حکومت غوښتلو ته د خليلي هڅول او څه تمه ورکول وي.))

د سياسي چارو شنونکى نصرت الله حقپال وايي، دا سفر د هغو هڅو يوه کړۍ ده چې امريکا غواړي د قطر د سولې مذاکرات کامياب او له راتلونکو پروګرامونو سياسي لوبغاړي په جريان کې وي.

هغه وايي، پاکستان د دې لوبې او پروسې او د افغان قضاياوو مهم لوبغاړى دى، دغه راز چې نور سياستوال له اسلام اباد سره غير مستقيمې او مستقيمې اړيکې لري، پاکستان غواړي د دوى نبض معلوم کړي، د دوى ملاتړ جلب کړي، څه ورکړي، څه واخلي.

حقپال وايي، دغو پخواني سياستوالو او لوبغاړو پخوا هم له پاکستان سره اړيکې لرلې، اوس چې کوم تحول راتلونکى دى، پاکستان غواړي افغان سياستوال او لوبغاړي را خپل کړي، د روابطو تجديد وکړي او ژمنې ورکړي.

د افغانستان حکومت تر اوسه د دغه سفر په اړه کوم غبرګون نه دى ښودلى.

Visits: 235

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.