ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنځه پخواني او اوسني واليان د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول

پنځه پخواني او اوسني واليان د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول

author avatar
13 Jan 2021 - 10:44
پنځه پخواني او اوسني واليان د فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول
author avatar
13 Jan 2021 - 10:44

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٩): د يو شمېر ولايتونو پنځه اوسني او پخواني واليان او يو شمېر ولايتي ریيسان د فساد په تور لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

يوې حکومتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د مرغومي په ٢٤مه پژواک اژانس ته وويل چې دغه چارواکي د پروان، باميان او لوګر ولايتونو دي.

سرچينې زياته کړې چې پر دوی د کرونا بودجه کې د حيف و ميل، اداري فساد او له خپلې دندې د ناوړه استفادې تورونه دي چې لويه څارنوالي به يې څېړي.

يادې سرچينې وويل چې په دوى کې د پروان برحال والي فضل الدين عيار، د لوګر برحال والي محمد اجمل شاه پور، پخوانى والي محمد انور اسحاقزى او د باميان پخوانى والي طاهر زهیر چې اوس د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست دى، شامل دي.

دغه راز د لوګر د تدارکاتو رييس تورن جنرال محمد نبي احمدزى چې بيا د زابل د والي په توګه وټاکل شو، هم لويې څارنوالۍ ته معرفي شوى دى.

يادې حکومتې سرچينې زياته کړه چې لويې څارنوالۍ ته په نورو معرفي شوو کسانو کې د پروان، باميان او لوګر د عامې روغتيا، مستوفيت او تدارکاتو کمېټې رييسان هم شامل دي.

په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.

Visits: 3866

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.