ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسي جرګه: بوديجه کې بدلون نه دى راغلى، بيا يې ردوو

ولسي جرګه: بوديجه کې بدلون نه دى راغلى، بيا يې ردوو

author avatar
14 Jan 2021 - 16:50
ولسي جرګه: بوديجه کې بدلون نه دى راغلى، بيا يې ردوو
author avatar
14 Jan 2021 - 16:50

کابل (پژواک،۲۵مرغومی ۹۹): د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون رییس وایي چې له ملي دسترخوان سره وکیلان مخالف نه دي، خو طریقه یې سمه نه ده .

د ولسې جرګې د مالي او بودجې کمېسيون رییس میرافغان ساپي دغه څرګندونې نن د مرغومي په ۲۵ مه کابل کې د ولسي جرګې له يو شمېر وکیلانو سره د۱۴۰۰ مالي کال بودجې په اړه جوړې شوې ناسته کې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې د مرغومي په لسمه د ۱۴۰۰ مالي کال د بوديجې طرحه د رایو په اکثریت د ۱۱۰۰ ولایتي پروژو د حذف، په احتیاطي کوډونو کې د بوديجې ډېروالي او ځينو نورو مواردو له امله رد کړې وه .

مير افغان ساپي وویل، د بودیجې مخکنۍ طرحه یې د ځینو مواردو په خاطر رد کړې وه، خو بیا هم په دې طرحه کې څه بدلون نه دى راغلي او ردوي یي.

هغه وایي چې له ملي د سترخوان پروګرام سره ولسې جرګه مخالفه نه ده، خو له هغې طریقې سره موافق نه دي او دا یې دويم ځل بیا په طرحه کې ځای کړی.

دده په خبره، حکمومت غواړي چې د دوی صلاحیتونه کم کړي خو دوى به له دې کار سره مقاومت کوي او تر هغه به بوديجه ردوي څو پورې چې د دوى غږ وانه ورېدل شي.

خو مالیې وزارت تېره ورځ اعلان وکړ چې د ۱۴۰۰ مالي کال بوديجې دویمه طرحه د ۲۰ میلیارده افغانیو په ډېرولو سره کابیني تصویب کړې ده.

په ولسې جرګه کې د کندهار د خلکو استازي سیلاب يادې غونډې ته وویل چې د بوديجې سند د ګوتو په شمېر خلکو ته رسېدلى او هیڅ څوک پر دې نه پوهیږي چې دې سند کې څه راغلي.

هغه وايي چې وزیران دې داسې وعدې نه کوي چې عملي کولی یې نه شي .

سیلاب زیاته کړه، که په دې سند کې د اجيرانو، مامورینو، ښوونکو او سرتېرو معاشونه اضافه نه شي ورسره نه یې مني.

ده وويل، د حکومت په منځ کې د بې اعتمادۍ فضا حاکمه شوې او هر څه یې ارګ ته ننویستلي دي.

Visits: 30

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.