ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راحلې دوستم د مشرانو جرګې د انتصابي غړې په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل

راحلې دوستم د مشرانو جرګې د انتصابي غړې په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل

author avatar
17 Jan 2021 - 18:32
راحلې دوستم د مشرانو جرګې د انتصابي غړې په توګه د لوړې مراسم ترسره کړل
author avatar
17 Jan 2021 - 18:32

کابل (پژواک، ۲۸مرغومى ۹۹): د مارشال عبدالرشید دوستم لور راحلې دوستم چې د مشرانو جرګې انتصابي غړې په توګه معرفي شوې، نن یې د لوړې مراسم ترسره او په کار پیل وکړ.
د مشرانو جرګې د منشي نایب فیصل سميع د دې جرګې په نننۍ ناسته کې راحله دوستم د جرګې غړو ته وروپېژندله او د اتنصابې غړې په توګه یې د ولسمشر له خوا د نوموړې د ګومارلو حکم ولوست.
سميع وویل چې راحله دوستم د یادې جرګې د پخوانۍ غړې سارا سرخابي پر ځای معرفي شوې ده.
راحلې دوستم د هغې د انتصاب په موخه د حکومت له رهبرۍ د درناوي ترڅنګ ژمنه وکړه چې اصول به مراعاتوي او په هېواد کې به د شته ستونزو په ځانګړې توګه خلکو د ستونزو د حل لپاره هڅه کوي.
د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د راحلې د لوړې له مراسمو وروسته د جرګې دارالانشا ته دنده وسپارله چې راحلې ته د دې جرګې د غړې په توګه اساتنیاوې او امتیازونه برابر کړي.
هغه وویل، په جرګه کې د ډلو او مختلفو جریانونو اړوند کسان غړیتوب لري؛ خو ټول د افغانستان لپاره کار کوي.
دا په داسې حال ې ده چې مشرانو جرګه دا مهال ۶۸ غړي لري چې ۳۴ یې د ولایتې شوراګانو او ۳۴ نور یې د ولسمشر له لوري انتصاب شوي؛ خو د ولسوالیو شورا ګانو ټاکنو نه ترسره کېدو له امله، تر اوسه د دې جرګې یوه برخه نه ده معرفي شوې.
د یادونې ده چې د ملي شورا په ۱۵ او ۱۶ تقنیني دورو کې له هرې ولایتې شورا دوه – وده کسان د مشرانو جرګې غړو په توګه د پخواني ولسمشر فرمان له مخې معرفي شوي وو؛ خو په ۱۷مه دوره کې ولسمشر غني اعلان وکړ جې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره کېږي او له هغه وروسته به د دې جرګې د غړو یوه برخه معرفي شي؛ خو تر اوسه دغه چاره نه ده ترسره شوې.

Visits: 44

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.