ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا خلک: د سړو خونو په جوړولو کې پراخ فساد شوی

د پکتيا خلک: د سړو خونو په جوړولو کې پراخ فساد شوی

author avatar
18 Jan 2021 - 14:54
د پکتيا خلک: د سړو خونو په جوړولو کې پراخ فساد شوی
author avatar
18 Jan 2021 - 14:54

ګردېز (ګردېز، ٢٨ مرغومى ۹۹): د پکتيا ډېری اوسېدونکي، بزګران او بڼوال شکايت کوي چې په د دغه ولايت کې د سړو خونو او کرنيزو محصولاتو ساتنځایونو په جوړولو او وېش کې پراخ فساد شوی او په ناسم کيفيت جوړ شوي دي.

دوی وايي، د سړو خونو او کرنيزو محصولاتو ساتنخونې په نا عادلانه ډول تقسيم او په خراب کيفيت جوړ شوي او وايي، له دې ډلې ځينې خونې نامستحقو کسانو ته ورکړل شوې او يا یوه کس ته دواړه ډول خونې جوړې شوې دي.

سږ کال په دغه ولايت کې د ۵۵۷ ميليونه افغانيو په لګښت د مڼو، کچالو، پيازو او مميزو شاوخوا ۷۰۰ پروژې منظورې شوې وې، خو وروسته د کرونا له امله د بودجې کمېدو له وجهې دا شمېر کابو نيمايي ته راښکته شو چې ډېری يې جوړې شوې او ځينې يې تر کار لاندې دي.

د احمدابا ولسوالي اوسېدونکی علي خان وايي چې پر شاوخوا ۱۸ جريبه ځمکه یې د مڼو ۱۶ سوه ونې ایښې، خو پر ژمنو سربېره له دې ډلې هېڅ خونه ورته نه ده جوړه شوې.

خان د کرنې رياست او د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP) مسوولين او کارکوونکي پر فساد تورنوي او وايي چې د يادو خونو جوړولو په برخه کې یې له بزګرانو او بڼوالو غير قانوني پيسې اخيستې دي.

نوموړي زياته کړه: ((زه دا دومره ډېرې مڼې په څه شي کې واچوم، د خوار او غريب غم دې وخوړل شي، انجنيرانو او نورو کسانو له خلکو پيسې واخيستې، هيچا ته يې دغسې نه جوړوي.))

د ګردېز اړوند بالاده سيمې اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک ته وويل چې د مڼو ساتنې لپاره د کرنې وزارت له خوا په شاوخوا دوه نيم ميليونه افغانۍ ورته لويه سړه خونه جوړه شوه، خو د NHLP  موسـسې کارکوونکو اړ کړی چې درې سوه زره نورې افغانۍ هم ورکړي.

هغه ادعا کوي چې په احمدابا ولسوالۍ کې يوه قومي بانفوذه کس ته د ټولو اصولو خلاف د مڼو، کچالو، پيازو او مميزو څلور ډوله خونې جوړې شوې دي.

د مچلغو سيمې اوسېدونکی سپين ګل وايي چې ۳۵ جريبه بڼ او له ۲۵۰۰ زياتې د مڼو ونې لري، خو دا چې په خبره يې، د اړوندې ادارې له کارکوونکو سره يې د پيسو لار نه ده وړې، هېڅ ډول خونه ورته نه ده جوړه شوې او له دې امله يې زياته اندازه محصولات ضايع شوي دي.

سپين ګل زياته کړه: ((اول يې ويل چې په احمدابا ولسوالۍ کې ۳ خونې جوړېږي، خو وروسته د ۱۴ خونو کارونه شروع وو، دا ټولې يې په پيسو په ۲ لکه، دوه نيم او ۳ لکه افغانۍ خرڅې کړې. دلته هېڅوک نه دي راغلي چې مستحق کسان وګوري.))

د مڼو يو سوداګر بازمحمد وايي چې د مڼو په وخت کې د پکتيا له بڼوالو مڼې پېري او د ساتنې ځای نشتوالي له امله يې ګاونډي هېواد پاکستان ته وړي.

محمد وويل: ((موږ يې په نيمه بيه اخلو او خرڅوو يې، دا که دلته د ساتنې او استعمال ځايونه وای، خپله مېوه به مو وه، تجارت به مو پرې کړی وای او زموږ مېوه به په پردي نوم نورو ملکونو ته نه تلله.))

بل لور ته پکتيا کې د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې د زون مسوول عنايت الله ځلاند هم وايي چې دوی سږ کال په دغه ولايت کې ګڼې پروژې درلودې خو وروسته د بودجې کموالي له امله يې شمېر راکم شو.

ځلاند وويل چې په دې پروژو کې د ځينو ځايونو يا کسانو د ناسم انتخاب يا ځينو نورو ستونزو او فساد په اړه ورته اوازې رسېدلې، خو چا مستند څه نه دي ورسره شريک کړي.

نوموړي زياته کړه: ((د سروې ټېم ته دا هدايت شوی و چې اول هغه څوک په لېست کې ونيسي چې ډېره ځمکه او لوی باغ ولري. موږ کوشـش کوو چې پاتې کسانو ته په راتلونکي کې برخه ورکړو.))

د پکتيا د کرنې رياست چارواکي په يادو خونو کې د ځينو ستونزو او فساد مسئله مني او وايي چې په دې تړاو يې له شکايتونو وروسته وزارت ته د يو کارکوونکي لرې کولو وړانديز هم کړی دی.

د ياد رياست مشر محمدالدين مومند پژواک ته وويل لومړی د پروژو شمېر زيات منظور شوی و او د همدومره شمېر کسانو عريضې اخيستل شوې وې، خو دا چې په خبره يې وروسته د پروژو شمېر کم شو؛ نو ځکه له دې ډلې ګڼ کسان ورته له پروژو پلې کولو پاتې شول.

مومند زياته کړه: ((د غير عادلانه وېش او پيسو غوښتلو په اړه موږ ټولو خلکو ته ويلي او قسم مو ورکړی چې داسې موارد له موږ سره شريک کړئ او چا ته پيسې مه ورکوئ، که څوک سند لري، موږ يې څېړو.))

د يادونې ده، له دې وړاندې د مميزو ساتنې ډېری خونې هم نامستحقو کسانو ته وېشل شوې او له زياتو يې د کور خونو او مېلمستونونو کار اخيستل شوی و.

Views: 234

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.