ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې «یخي» کس، یوازینۍ هیله مې د سولې ټینګښت دی

په غور کې «یخي» کس، یوازینۍ هیله مې د سولې ټینګښت دی

author avatar
18 Jan 2021 - 12:07
په غور کې «یخي» کس، یوازینۍ هیله مې د سولې ټینګښت دی
author avatar
18 Jan 2021 - 12:07

فيروزکوه (پژواک،٢۹مرغومی ٩٩): د «فري سټایل» څانګې لوبغاړی عبدالرقیب فاروقي چې په ولایتونو کې یې د ورزش له لارې ډېری ځوانان سولې او ورورولۍ ته رابللي وايي، یوازې په سوله ییزه فضا کې کولای شي په ملي او نړیواله کچه وځلېږي.

په دې ورځو کې په ټولنیزو پاڼو کې د یوه ځوان انځورونه لاس په لاس کېږي چې د هریرود سیند په يخکونو کې د سانتي ګراد په ۲۲ درجه سړه هوا کې ورزش کوي.

دغه ځوان ورزشکار عبدالرقیب فاروقي نومېږي چې له تېرو اووه کلونو راهیسې د «فري سټایل» په برخه کې تمرین کوي.

فاروقي په ټولنیزو شبکو کې د خپلو انځورونو په خپرولو له ځوانانو غوښتي چې ورزش وکړي، ځکه ورزش د دوی د روغتیا ضامن دی.

دغه ورزشکار چې په یخ کې د تمرین د انځورونو له خپرېدو رووسته د خپلو پلویانو له خوا د «یخي» لقب ورکړل شوی پژواک ته وویل، له دې لارې یې ډېری ځوانان سولې او ورورولی ته رابللي دي.

دی وايي: “د ورزش امریت په کلپ کې مې ۲۵۰ کسانو ته تمرین ورکاوه، دوی مې سولې ته رابلل او اوس په خپل شخصي کلپ کې سلګونو کسانو ته تمرین ورکوم. د تمرین پر مهال مې شاګردانو ته یوازینۍ سپارښتنه د دوستي او ورورۍ تقویه او د سوله ییزې فضا رامنځته کول دي، موږ ورزشکاران یوازۍ په سوله ییزه فضا کې کولای شو په ملي یا نړیواله کچه وځلېږو.”

فاروقي د غور ولایت د مرغاب ولسوالۍ د واجان کلي اصلي اوسېدونکی دی، دغه ولسوالي اوس په بشپړه توګه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده، خو عبدالرقیب فاروقي هیله لري چې یوه ورځ وکولای شي په خپل اصلي کلي کې چې ښایسته او زړه راښکونکې منظرې لري ورزش وکړي.

دغه ورزشکار هیله مندي څرګنده کړه او ويې ویل: “خوښېږي مې چې خپل کلي ته سفر وکړم او هلته ورزش وکړم، ځکه د مرغاب ټول کلي او درې ښکلې او د لیدو وړ دي، که سوله راشي زه کولای شم خپل دغه کار ته وده ورکړم.”

عبدالرقیب فاروقي چې ۲۳ کاله عمر لري او د ورزشي فعالیتونو ترڅنګ د غور ولایت د ژبو او ادبیاتو څانګې د انګلسي ادبیاتو محصل دی، د سولې خبرو له مرکچي پلاوي غواړي چې د افغان ځوانانو د پرمختګ لپاره سوله وکړي.

دی وايي، ځوانان کولای شي د سولې په فضا کې ورزشي کارونو ته وده ورکړي او له هېواده په بهر سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه غوري ځوان چې د سولې هڅو ته ډېر هیله من دی د دولت او طالبانو مرکچي پلاوو ته په خطاب وایي: “د دواړو لوریو له مرکچي پلاوو زموږ یوازینۍ غوښتنه داده چې یوې پایلې ته ورسېږي او سوله وکړي، ټول خلک په ځانګړې توګه ځوانان او ورزشکاران د سولې تږي دي، ځکه سوله د پرمختګ ضامن ده. او که سوله وي موږ کولای شو په ښه ډول ورزش وکړو او ښې لاسته راوړنې ولرو.”

دغه ورزشکار د دې په ويلو سره چې وروستیو ناامنیو او کرونا ویروس د دوی پر ورزشي کارونو منفي اغېز کړی زیاته کړه: “له دې امله چې ناامني ده له کوره بهیر نه شو وتلای، څو په غرونو او سخرو کې ورزش وکړو، دغه راز د کرونا ویروس له امله یې د څه مودې لپاره ورزشي کلپونه تړلي او په ټولیزه توکه یې کار ونه کړ.”

فاروقي په داسې حال کې چې له ځوانانو غواړي ورزش وکړي په دې باور دی چې دغه راز کولای شي دوی له جګړې او پر نشه يي توکو له روږدي کېدو وساتي.

عبدالرقیب فاروقي په داسې حال کې د ورزش د ودې خبرې کوي چې د غوري ورزشکارانو په خبره اوس هم ورزشي امکاناتو او ځایونو ته لاس رسی نه لري.

هغه د فري سټایل ورزش په اړه وویل: “په فري سټایل کې د ورزش څو څانګې شاملې دي، د بېلګې په توګه تر یخو اوبو لاندې تمرین کول، د غرونو څوکو ته تګ، په ژمي کې غرونو ته ختل او تر واورې لاندې تمرین کول.”

فاروقي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ناامنۍ د دوی پر ورزشي پروګرامونو څه اغېز کړی وویل، تر دوو کلونو مخکې ده او ملګرو یې د تمرین لپاره لرې سیمو ته سفر کولای شو، خو اوس د ناامنۍ له امله نه شي کولای د خپلې خوښې ورزش او تمرین وکړي.

دی وايي: “فري سټایل داسې ورزش دی چې باید د غرونو په لمن او درو کې ترسره شي، خو له بده مرغه یو کال کېږي موږ بهر نه شو وتلای، امنیتي ستونزې منفي اغېز کړی او زموږ هېڅ همکار نه شي کولای له ښاره یو کیلومتر لرې سفر وکړي.”

دغه ورزشکار هیله څرګندوي چې په هېواد کې د سولې تر ټینګېدو وروسته کولای شي په بېلا بېلو ولایتونو کې د افغانستان مشهورو غرونو ته لاړ شي.

په غور ولایت کې د بدني ښکلا مربي جان محمد حیدري د عبدالرقیب د ورزشي فعالیتونو په اړه پژواک ته وویل: “په غور ولایت کې ډېر قوي ورزشکاران شته، له هغې ډلې یو فاروقي دی چې په دې ساړه موسم کې د هریرود تر یخ لاندې تمرین کوي، که فاروقي او نورو ورزشکارانو ته د ورزشي فعالیتونو زمینه برابره شي له شک پرته به د نړۍ په کچه قوي لوبغاړي وي. “

Visits: 245

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.