Language

د کابل ښار پنځمه ناحیه کې د دېوال نړېدو له امله درې ماشومان مړه شوي

کابل (پژواک، ۲۹ مرغومی ۹۹): د کابل ښار پنځمې امنيتي حوزې اړوند چهل متره سړک ساحه کې د يوه دېوال نړېدو له امله درې ماشومان مړه شوي دي.

د کابل امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته په ياده سيمه کې رامنځته شوې ده.

دی وايي: «متاسفانه يو ساختماني شرکت کار کوي او د کار پر مهال پر درېیو ماشومانو چې دوه هلکان او يوه نجلۍ دي، دېوال رالوېدلی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.»

هغه زياتوي، د ساختماني شرکت کارکوونکي تښتېدلي خو د نيولو هڅې يې روانې دي.

د يادو ماشومانو تره سمیع الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته رامنځته شوه چې د لسو او اتو کلونو په عمر دوه هلکان او يوه څلور کلنه نجلۍ په شهادت رسېدلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.