Language

پروان کې د یوې باج اخیستونکې ډلې مشر نیول شوی

چاریکار (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۹۹): د پروان ولایت د جبل السراج ولسوال وایي چې په دې ولسوالۍ کې د یوې باج اخیستونکې ډلې مشر او غیر مسوول وسله وال همایون مشهور په بچه پادشاه د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی دی.

د جبل السراج ولسوال سیف ‌الله بیدار وایي چې همایون تېره شپه د دې ولسوالۍ په منارۀ کلي کې ونیول شو.

نوموړی ټینګار کوی چې نیول شوي کس پر انسان تښتونو، غلا، د شپې له خوا لاره نیونو، باج اخیستلو او خلکو ته پر ټیلېفوني ګواښونو تورن دی.

دا په داسې حال کې ده چې مخکې له دې د جبل السراج ولسوالۍ اوسېدونکو د وسله والو غلاوو، لارشکونو، باج اخیستنو او نا امنیو پر ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.

Related Topics