Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ولسمشر غني: د شپږ نیمو بجو غونډو فرهنګ به په ټولو ادارو کې الزامي شي

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): ولسمشر محمد اشرف غني وايي، «د شپږ نیمو بجو غونډو» فرهنګ به د ټولو ولایتونو «امنیتي تړونونو» او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي.
د ولسمشر د ویاند دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه څرګندونې نن سهار د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال امرالله صالح دفتر کې د شپږنیمو بجو ځانګړې غونډې ته وکړې.
د شپږ نیمو بجو غونډې هره ورځ د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د هغه په دفتر کې د بېلابېلو ادارو چارواکو په ګډون د روان کال د تلې له ۲۶مې راهیسې وروسته له هغه جوړېږي چې د کابل امنیتي چارو مسوولیت د ولسمشر په امر صالح ته وسپارل شو. په دغو غونډو کې د امنیت او ځینو نورو مسایلو په تړاو بحث او پرېکړې کېږي.
د ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼې له مخې، ولسمشر نن د شپږنیو بجو په غونډه کې برخه اخيستې او ویلي یې دي چې د دغو غونډو په وړاندیزونو او غوښتنو دقیق غور کېږي.
دی وايي: “په ډېرو مواردو کې د جمهوري ریاست لومړی معاونیت صلاحیت لري چې ستاسو ستونزې حل کړي.”
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د شپږنیمو بجو غونډو پر دوام ټینګار وکړ، ویې ویل چې دغه غونډې به نه یوازې ونه ځنډېږي، بلکې ډېر ژر به د ځانګړې امریې له لارې د شپږ نیمو بجو د غونډو فرهنګ د ټولو ولایتونو «امنیتي تړونونو» او ورپسې ټولو ادارو کې الزامي شي.
دا په داسې حال کې ده چې د یادو غونډو له جوړېدو سره د کابل امنیتي وضعیت نه دی ښه شوی.
د ولسمشر په وینا، د کابل ترافیکو باندې خاص تمرکز او پانګونه کېږي چې د ترافیکي نظم ترڅنګ د امنیت تامین کې هم کلیدي رول ولري او د کابل ترافیکو نننی وضعیت باید په اساسي توګه بدل شي.
د خبرپاڼې له مخې، غني په یاده غونډه کې د کابل ښاروالۍ ته لارښوونه کړې چې له غصب څخه ازادو شویو مځکو او په ځانګړي ډول د کوچنیو پارکونو لپاره خپلې طرحې جمهوري ریاست سره شریکې کړي، څو بیا د غاصبانو لاسونو ته ونه لوېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.