ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو سرمنشي او د امريکا ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د ناټو سرمنشي او د امريکا ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

author avatar
27 Jan 2021 - 11:43
د ناټو سرمنشي او د امريکا ولسمشر د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
author avatar
27 Jan 2021 - 11:43

کابل (پژواک، ٨ سلواغه ٩٩) : د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ د امريکا له نوي ولسمشر جو بايډن سره د افغانستان په اړه او له نړيوالو ترهګرو سره د مقابلې په تړاو خبرې کړې دي.

د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو سازمان له مرکزي دفتر څخه پژواک اژانس ته په يوه رااستول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرمنشي جينزسټولټنبرګ د امريکا له نوي ولسمشر جو بايډن سره ټيلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې چې په دې اړيکه کې سرمنشي دامريکا نوي ولسمشر ته د هغه د لوړې مراسمو په ترسره کېدو مبارکي ورکړه او ويې ويل چې د ده د واکمنۍ په دوره کې به د ناټو او امريکا د اړيکو يو نوى پړاو پيل شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو مشرانو ناټو سازمان ته د راپېښېدونکو ننګونو، له نړيوالې ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان او عراق په اړه هم خبرې شوې دي.

سرچينې ويلي چې دوى د کرونا پر ضد مبارزې او د اقليم د بدلون په اړه هم خبرې کړې دي.

د يادونې ده چې د امريکا د ولسمشر په توګه د بايډن تر ټاکل کېدو وروسته له ناټو سرمنشي سره د هغه دا لومړۍ اړيکه وه.

Views: 261

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.