ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات ښاروال او شپږ کارکوونکي يې په بند محکوم شول

د هرات ښاروال او شپږ کارکوونکي يې په بند محکوم شول

author avatar
27 Jan 2021 - 14:04
د هرات ښاروال او شپږ کارکوونکي يې په بند محکوم شول
author avatar
27 Jan 2021 - 14:04

هرات ښار (پژواک، ۸ سلواغه ۹۹): لویه څارنوالي وایي چې د هرات ولایت ښاروال غلام حضرت مشفق او د هغه شپږ کارکوونکي د بډو د ورکړې وړاندیز په تور په نغدي جریمه، تنفیذي بند او له دندو د لرې کولو په جزا محکوم شوي دي.

دغه مطلب، په هغې خبرپاڼې کې راغلی چې نن د لویې څارنوالۍ له مطبوعاتې دفتره پژواک خبري اژانس ته رااستول شوې ده.

په دې خبرپاڼه کې راغلي چې د هرات ولایت ښاروال او د هغه شپږ کارکوونکي د بډو ورکړې د وړاندېز په تور په نغدي جریمه، تنفیذي بند او له دندو د لرې کولو په جزا باندې محکوم شوي دي.

د دې خبرپاڼې له مخې، د عدلي او قضایي مرکز د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې د لومړنۍ محکمې قضایي پلاوي په علني ناسته کې د هرات ښاروال غلام حضرت مشفق د بډو ورکولو وعدې، او د ښاروالۍ مارکېټونو د پراختیا امر خالد عمر د بډو وساطت په تور په پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي بند، له دندو ګوښه او د ۷۵ زرو ډالرو ورکړې نغدي جريمې جزا محکوم شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د عوایدو امر وحیدالله حقیار، د ودانیو د کنټرول مامور مسعود نظامي، د تخنتکي خدمتونو امر سميع الله رضایي، د لوحو مدیر فرید احمد احمدي او د هرات ښاروالۍ د بشري شرچینو مدیر احسان احمد د رشوت وعدې په تور هر یو په درې درې کاله تنفیذي بند، له دندو لرې کولو او د ۷۵ زرو امریکایي ډالر ورکړې نغدي جریمو په جزا محکوم شوي دي.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې د ښاروالۍ مارکېټونو مامور مسعود نظامي، د یادو جزاوو تر څنګ، د عدلي او قضایي مرکز د اداري فساد درنو جرمونو ته د رسېدنې د لومړنۍ محکمې قضایي پلاوي له لوري په ۳۰ زره افغانیو نغدي جزا هم محکوم شوی دی.

په ورته مهال، د هرات پخواني ښاروال غلام حضرت مشفق چې اوس په زندان کې دی، پر فېسبوک پاڼه لیکلي چې د دسیسې له امله یو شمېر کسان بندیان شول.

ده زیاته کړې چې د محکمې له وروستۍ پرېکړې وروسته به قوي اسناد افشا کړي او هر څه به ښکاره شي.

هغه ویلي «دا چې زه او همکاران مې د لومړنۍ محکمې د پرېکړې له مخې د درنو جرمونو پلاوي ته د بډو ورکولو وعدې په تور په جزا محکوم شوو، د اندېښنې وړه نه ده. زه د افغانستان عدلي او قضایي بنسټونو ته په درناوي، نه غواړم له وخته وړاندې څه ولیکم، یوازې همدا وایم چې د محکمې له وروستۍ پرېکړې وروسته به هر څه برعکس شي او انشاالله په قوي اسنادو سره به د خپلو خلکو خدمت ته وړاندې شي.»

د هغه په وینا، هغه کسان چې دا دسیسه یې جوړه کړې ده، افشا به شي.

Views: 55

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.