جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): امنيتي سرچينې وايي چې د پاکستاني طالبانو د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې وژل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، منګل باغ د هغه ماين په چاودنه کې وژل شوی چې د ده د کور مخې ته ځای پرځای شوی و.
د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته ويلي چې نن شاوخوا ۱۲ بجې د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ د ننګرهار اچين ولسوالۍ باندر درې لکڼۍ سيمه کې د خپل کور مخې ته د يوه ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کې وژل شوی دی.
سرچينې په دې تړاو نور معلومات ور نه کړل.
د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې تړاو رسمي څه نه دي ويلي. لشکر اسلام ډلې هم د دغه خبر په تړاو کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP