Language

سرچينه:  د پاکستاني طالبانو د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ ووژل شو

جلال اباد (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): امنيتي سرچينې وايي چې د پاکستاني طالبانو د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې وژل شوی دی.

د معلوماتو له مخې، منګل باغ د هغه ماين په چاودنه کې وژل شوی چې د ده د کور مخې ته ځای پرځای شوی و.

د ننګرهار ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته ويلي  چې نن شاوخوا ۱۲ بجې د لشکر اسلام ډلې مشر منګل باغ د ننګرهار اچين ولسوالۍ باندر درې لکڼۍ سيمه کې د خپل کور مخې ته د يوه ځای پر ځای شوي ماين چاودنه کې وژل شوی دی.

سرچينې په دې تړاو نور معلومات ور نه کړل.

د ننګرهار ولايت چارواکو تر اوسه په دې تړاو رسمي څه نه دي ويلي. لشکر اسلام ډلې هم د دغه خبر په تړاو کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

 

 

Related Topics