ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا اوسېدونکو د دغه ولايت د روغتيايي مرکزونو د قراردادي شرکت دروازه وتړله

د پکتيا اوسېدونکو د دغه ولايت د روغتيايي مرکزونو د قراردادي شرکت دروازه وتړله

author avatar
30 Jan 2021 - 17:10
د پکتيا اوسېدونکو د دغه ولايت د روغتيايي مرکزونو د قراردادي شرکت دروازه وتړله
author avatar
30 Jan 2021 - 17:10

ګردېز (پژواک، ۱۱ سلواغه ۹۹): د پکتيا سلګونو اوسېدونکو، مدني فعالانو او قومي مشرانو د دغه ولايت د روغتيايي مرکزونو د قراردادي موسـسې (هېواد) دفتر وتاړه.

دوی وايي چې په پکتيا کې د دغې موسـسې د فعاليت له پيلېدو راهيسې روغتيايي ستونزې زياتې شوې او دې ادارې د حوزوي روغتون، د ولسواليو د روغتونونو او نورو کلينيکونو اړتياوې نه دي پوره کړي.

دوی په ګردېز کې د يادې ادارې دروازه بنده او تر مخ يې خېمه ودروله او ويې ويل، تر هغه به اعتراض ته دوام ورکړي، چې شته ستونزې حل او د دې موسـسې د کار د پای وخت مشخص شوی نه وي.

د پکتيا متحدې شورا مشر حفيظ الله مبارز وايي چې يادې موسـسې شاوخوا دوه نيم کاله وړاندې د پکتيا د روغتيايي مرکزونو قرارداد تر لاسه کړی او له هغه راهيسې له هرې سيمې ورځ تر بلې شکايتونه زياتيږي.

مبارز پژواک ته وويل: ((کله چې دې موسـسې قرارداد کاوه، پخواني والي، ولايتي شورا او ټولو دوستانو يې مخالفت وکړ؛ ځکه دوی دا قرارداد په ډېر ټيټ قيمت نيولی و، خو متاسفانه په دې کې فساد موجود و او دوی ته په فساد قرارداد ورکړل شوى.))

مدني فعال جمعه ګل افغان وايي چې په ولسواليو کې د روغتيايي مرکزونو حالت ډېر خراب دی او يادې موسـسې د حوزوي روغتون او د ځينو نورو کلينيکونو او روغتونو تشکيل هم نه دی پوره کړی.

افغان زياته کړه: ((د حوزوي شفاخانې حالت ته وګورئ، بیخي د منلو نه دی. د مريضانو لپاره اسانتياوې په نشت حساب دي. يو سورنج نه پيدا کيږي، مريض ته په ساعتونو ډاکټر نه وي. دا قرارداد نور نشو زغملی او له اصولو سره سم د ټولو صحي خدماتو غوښتونکي يو.))

قومي مخور ډګروال ظفر وويل چې په غوڅ اکثريت ناروغان درمل له بازار څخه اخلي او په حوزوي روغتون کې شته ځينې ماشينونه هم غير فعاله دي.

ظفر وايي: ((دلته تجارت روان دی، زه خپله روغتون کې بستر وم، يوه ګولۍ يې هم ولاکه راکړې وي. ټول ډاکټران خپلو اړوندو دواخانو ته شفري نسخې ورکوي. دې موسـسې ولاکه ۵ فيصده کار هم کړی وي.))

همدارنګه په ولسي جرګه کې د پکتيا استازي ابراهيم غښتلي وويل: ((هېواد موسـسې چې کوم قرارداد کړی، د هغه مطابق يې خدمات نه دي وړاندې کړي. فساد ډېر په کې شوی. مسلکي کسان يې نه دي مقرر کړي، دوا يې بې کيفيته او سيمو ته يې رسولې هم نه ده.))

د پکتيا والي محمدحليم فدايي، چې ياد پرلت ته راغلی و، وويل چې په روغتيا برخه کې ورته هېڅ ډول ناغېړي د منلو نه ده او دا مسئله به په جدي ډول وڅېړل شي.

فدايي وايي: ((صحت او معارف زما لپاره سرې کرښې دي، په دې کې نه غفلت منو، نه فساد او نه سهل انګاري. په دې برخو کې اصلاحاتو ته ژمن يو او جدي کار کوو چې دا مشکلات حل کړو.))

خو د هېواد موسـسې ولايتي مسوول ډاکټر فضل محمد منګل وايي چې دوی د قرارداد مطابق ټول خدمتونه وړاندې کړي او د حوزوي روغتون په ګډون يې ټولو روغتيايي مرکزونو ته پام وړ خدمات وړاندې کړي دي.

منګل پژواک ته وويل: ((خدمات به په هغه کچه نه وي چې لازمه ده يا يې خلک غواړي او دا به په هېڅ ځای کې هم نه وي، خو موږ خپل کوشـش کړی او کوو يې. که د فساد يا حق خوړل کېدو سندونه وي، موږ سره دې شريک شي. د کرونا له امله دواګانې قيمتې شوې او کمې پيدا کېدې، خو موږ مشکل تر ډېره حل کړی دی.))

د يادو ستونزو د حل او له هېواد موسـسې څخه د پکتيا د روغتيايي مرکزونو د قرارداد بېرته اخيستو لپاره په ولسي جرګه کې د پکتيا د استازي يارباز حميدي په ګډون پنځه کسيزه کمېټه جوړه شوه، چې دا مسله له وزارت سره تر پايه تعقيب کړي.

د يادونې ده چې د پکتيا پخواني والي شميم خان کټوازي تېر کال هېواد موسـسه په خدمتونو کې د فساد، بې کفايتۍ او سرغړونو له امله څارنوالۍ ته هم ور پېژندلې وه.

Views: 42

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.