کابل (پژواک، ۱۲ سلواغه ۹۹): ولسمشر د دې ترڅنګ چې د جنايي جرمونو د مخنيوي په برخه کې کار کافي نه بولي، د کورنيو چارو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د ملي پولیسو د قربانيانو کورنیو او ټپیانو ته رسېدګي په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان محمد اشرف غني د هېواد د امنیتي او دفاعي سکتور اصلاحي برنامو د ارزونې په لړ کې نن سهار د کورنیو چارو وزارت مسوولینو سره په غونډه کې د یاد وزارت عمومي وضعیت او اصلاحي برنامې وارزولې.
سرچينه زياتوي، په دغه غونډه کې چې په کورنیو چارو وزارت کې وشوه، په پیل کې د یاد وزارت مسوولینو د وزارت د عمومي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او د جنایي جرمونو د مخنيوي په اړه یې خپل مفصل راپور له جمهور رئیس سره شریک کړ.
جمهور رئیس غني د یاد راپور له اورېدو وروسته وویل، د جنایي جرمونو د مخنیوي په برخه کې کار شوی، خو کافي نه دی او باید دغه برخه لاپیاوړې شي. د قانون نافذول د ملي پولیسو مکلفیت او لومړیتوب دی. په ورته وخت کې دې د څارنوالۍ د قرارونو تطبیق ته لومړیتوب ورکول شي او له دغه بنسټ سره دې له نږدې او په همغږۍ کار وشي.
سرچينه کاږي، وروسته د ملي پولیسو د ځانګړو قطعاتو د اجرااتو او فعالیتونو راپور وړاندې شو. جمهور رئیس د دوی د هڅو د قدردانۍ پر مهال وویل، د ځانګړو قطعاتو خوځښت او مسلکي فعالیتونه په سیمه کې ساری نه لري.
جمهور رئیس غني اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د ځانګړو قطعاتو او ټولو پولیس منسوبینو اړتیاوې پوره کړي. د ظرفیت جوړولو په برخه کې ترسره شوي اقدامات یې وستایل او ويې ویل، د دوی د مسلکي روزنې برخې ته دې لازیاته پاملرنه وشي.
همداراز جمهور رئیس د اکمالاتو، تجهیزاتو، عینیاتو، تعمیراتو او له ملي پولیسو د لازیات ملاتړ په اړه لارښوونه وکړه وې ویل، په اړوندو ولایتونو او ولسوالیو کې دې د پولیسو ورځنۍ اړتیاوې پوره شي.
اشرف غني په هېواد کې دننه او د اړتیا پر مهال له هیواده بهر د پولیس ټپیانو د درملنې او همداراز د پولیسو د ۳۰۰ بستریز روغتون د خدمتونو او ظرفیت لوړولو او د ملي پولیسو د روغتیایي پرسونل د لازیاتې روزنې په هکله لازمې لارښوونې وکړې.
په همدې ترتیب جمهور رئیس د ملي پولیسو د قربانيانو کورنیو ته د رسېدګۍ په اړه راپور واورېد او د کورنیو چارو وزارت مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د ملي پولیسو د قربانيانو کورنیو او ټپیانو ته رسېدګي په خپل کاري لومړیتوب کې راولي.
جمهور رئیس غني د کادري سیستم پر معیاري کولو او د کورنیو چارو وزارت د بېلابېلو برخو پر ډیجیټلي کولو هم ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، په پای کې د هیواد جمهور رئیس د ملي پولیسو د عامه خدمتونو له مرکز لیدنه وکړه او اړوندو مسوولینو ته یې د مراجعینو ستونزو د حل او لازمو اسانتیاو د ایجاد په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP