کابل (پژواک ۱۲ سلواغه ۹۹): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو چارواکي وايي، سرتېري به یې د روان ۲۰۲۱ کال له مې میاشتې وروسته هم په افغانستان کې پاتې وي.
د امریکا او طالبانو د سولې تړون نږدې يو کال وړاندې (د ۱۳۹۸ کال د کب په لسمه) د قطر په دوحه کې لاسلیک شو. په دې تړون کې راغلي چې طالبان به پر امریکايي ځواکونو بریدونه نه کوي، افغانستان کې به تاوتریخوالی ډېر کموي او له افغان حکومت سره به د سولې خبرې کوي. په مقابل کې امریکا هم ژمنه کړې چې افغانستان کې به خپل ځواکونه کموي او د ۲۰۲۱ کال تر مې پورې ټول سرتېري وباسي.
د رویټرز اژانس وايي چې په دې اړه یې د ناټو له څلورو چارواکو سره خبرې کړې دي.
د دې اژانس په حواله، ښايي په دا کار طالبانو سره کړکېچ نور هم زیات کړي.
د ناټو یوه چارواکي چې نه يې غوښتي نوم يې خپور شي، ويلي دي: «د ایتلاف ځواکونه به د مې تر پایه ونه وځي، ځکه چې شرایط برابر شوي نه دي.»
ده زياته کړې: «په امریکا کې د نوې ادارې په راتګ سره به پالیسي تغيیر وکړي او د بېړنۍ وتلو مسئله چې حاکمه وه، هغه به حل شي او موږ کولی شو د وتلو یوه ښه او منظمه ستراتیژي وینو.»
د ناټو سرچېنې وایي، په دې اړه به د ناټو په عمومي غونډه کې چې بله میاشت ده، بحث کیږي چې له اپریل وروسته باید څه وشي.
Views: 125
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP