ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې بې ځايه شوې کورنۍ مرستې غواړي

په کندوز کې بې ځايه شوې کورنۍ مرستې غواړي

author avatar
1 Feb 2021 - 14:15
په کندوز کې بې ځايه شوې کورنۍ مرستې غواړي
author avatar
1 Feb 2021 - 14:15

کندوز ښار (پژواک، ١٣ سلواغه): د کندوز بې ځايه شوي وايي چې له يوه لوري يې په سيمو کې جګړې روانې دي او له بل پلوه ورسره مرستې نه کيږي چې له امله يې له سختو ستونزو سره مخ دي.

دغه بې ځايه شوي شکايت کوي چې مرستې هم په مستحقو کسانو نه وېشل کيږي چې بايد دغه ستونزه هم هواره شي.

د يادو بې ځايه شويو کسانو له ډلې څخه مېرمن سکينې د سلواغې په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له ارچي ولسوالۍ څخه د کندوز ښار ته را بې ځايه شوې ده.

هغې وويل: ((اووه ماشومان لرم، خاوند مې هم بندي دى، نه د خوړلو لپاره څه لرم او نه هم د اوسېدو لپاره ځاى لرم.))

دغه راز په کندوز کې يو بل بې ځايه شوي جليل پژواک ته وويل چې په وروستيو څو مياشتو کې په امام صاحب ولسوالۍ کې پرله پسې جګړې روانې دي.

هغه وايي: ((موږ خپل ډک کور پرېيښى دى، دلته کندوز ښار ته راغلي يو، تر اوسه هېچا راسره کمک نه دى کړى.))

همدارنګه بل بې ځايه شوى موسى وايي چې تر اوسه دوى څو ځلې دولتي او غير دولتي ادارو ته د مرستو لپاره مراجعه کړې،خو چا ورسره مرسته نه ده کړې.

ده وويل: ((حکومت دې موږ ته يا د کار زمينه برابره کړي او يا دې له موږ سره مرستې وکړي په دې ډول خو ژوند کول ډېر ستونزمن دى.))

يو شمېر نورو بې ځايه شويو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې د مرستو او سرپناه غوښتنه وکړه.

دغه راز د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي وويل چې په دغه ولايت کې بې ځايه شوي له سختو اقتصادي او نورو ستونزو سره مخ دي.

دى زياتوي: ((کندوز يو جنګي ولايت دى، تل په دغه ولايت کې خلک له خپلو کورونو بې ځايه کيږي، خو دا مهال بې ځايه شوي په سختو ستونزو کې دي، حکومت بايد ورسره مرسته وکړي.))

د يادو څرګندونو په اړه د کندوز د پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې رييس محمد کريم کريمي پژواک ته وويل چې د روان کال په اوږدو کې د حکومت او موسسو له لوري د دغه ولايت له ١١٥٠٠ بې ځايه شويو کورنيو سره مرستې شوې دي.

ده وويل: ((د ژمي په موسم کې موږ له لس زره کورنيو سره د مرستې لپاره چمتوالى نيولى و چې تر اوسه مو ٧٥٠٠ کورنيو سره مرستې کړي او پاتې نورو سره هم مرستې کوو.))

نوموړي ډاډ ورکړ چې مرستې په مستحقو کسانو وېشل کيږي او په دې برخه کې هېڅ ډول درغلي نه کيږي.

د يادونې ده چې د کندوز ترڅنګ په نورو ولايتونو کې هم خلک د روانو جګړو له امله له خپلو کورونو بې ځايه شوي او دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

Views: 38

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.