کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې یو کس د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت قیمتي ډبرو د قاچاق په تور نیول شوی دی.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د پچیراګام ولسوالۍ پولیسو د کشفي اطلاع پر اساس یو کس له شاوخوا ۳۰ کیلوګرامه بېروجو سره نیولی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کس هڅه کوله چې یاد بیروج پاکستان ته انتقال کړي چې د امنیتي ځواکونو له لوري له پېژندلو وروسته لاس په لاس ونیول شو.
سرچینه زیاتوي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، د نیول شوو بیروجو ارزښت نږدې ۳۰ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
امنیې قوماندانۍ لیکلي، نیول شوی کس به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.