ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې دوه افغانان د ۱،۵ ميليونه ډالرو په ارزښت نشه يي توکو قاچاق په تور نيول شوي

هند کې دوه افغانان د ۱،۵ ميليونه ډالرو په ارزښت نشه يي توکو قاچاق په تور نيول شوي

author avatar
1 Feb 2021 - 11:42
هند کې دوه افغانان د ۱،۵ ميليونه ډالرو په ارزښت نشه يي توکو قاچاق په تور نيول شوي
author avatar
1 Feb 2021 - 11:42

کابل (پژواک، ١٣ سلواغه ٩٩): د هندوستان پوليسو دوه افغانان د شاوخوا يونيم ميليون امريکايي  ډالرو په ارزښت له نشه يي توکو سره نيولي دي.

د هندي رسنۍ (اى اېن اى) د راپور له مخې، دغه افغانان د نوي ډيلي په اندراګاندي هوايي ډګر کې هغه مهال ونيول شول چې له دوبۍ څخه په يوه الوتکه کې هلته تللي وو.

سرچينو زياته کړې چې دوى له ځان سره په ٢٠٨ کپسولونو کې ١،٦٣ کيلوګرامه هيرويين قاچاق کړي وو.

په راپور کې راغلي چې د نيول شوو نشه يي توکو ارزښت ١١٤ ميليونه هندي کلدارې دی چې معادل یې شاوخوا يونيم ميليون ډالر کېږي.

د نوي ډيلي هوايي ډګر د ګمرک مسوولينو د نشه يي توکو د قاچاق قانون له مخې، پر دواړو نيول شوو کسانو دوسيه جوړه او محکمې ته یې راجع کړې ده.

د يادونې ده، له دې مخکې هم ګڼ شمېر افغانان هندوستان ته د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.