Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل ښار کې د یوې چاودنې له امله څلورو پوليسو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل (پژواک، ۱۵ سلواغه ۹۹): امنیتي مسوولین وایي چې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې په اړونده سیمه کې پر یوه رېنجر موټر چاودنه شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

د کابل دامنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز ددغې پېښې د تایید ترڅنګ پژواک خبري آژانس ته وویل، چاودنه نن سهار په اتو بجو د تره خېل تنګي په سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې دغه چاودنه پر یوه رېنجر موټر شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

تراوسه چا د دغې پېښې مسوولیت نه دى منلى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.